CRI Online

شي جين پينګ د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند له مشر کيم جونګ اون سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-06-20 18:14:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په شلمه نېټه د دياو يو تای په دولتي مېلمستون کې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند له مشر او د دغه هېواد د دولتي شورا له مشر کيم جونګ اون سره وکتل.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې مشر کيم جونګ اون په سلو ورځو کې دری ځلې چين ته راغلی او له ماسره يې ملاقاتونه کړي دي، دواړو خواوو په ګډه د چين او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ د لوړ پوړي تګ راتګ په تاريخ کې يوه نوې پاڼه اړولې. له دې امله ډېر خوشحاله يو چې د چين او ديموکراتيکې کوريا ګډې نظريې د پلي کېدو په حال کې دي، د دواړو خواوو ترمنځ د دوستانه همکاريزو اړيکو نوی حياتي قوت ښکار شوی، په کوريا ټاپووزمه کې د خبرو اترو او د حالاتو د ارامۍ تمايل پياوړی شوی، د ديموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند د نوې ستراتيژيکې پاليسۍ په رڼا کې د ديموکراتيکې کوريا سوسياليستي چارې نوي پړاو ته رسيدلې دي. باور لرم چې د چين او ديموکراتيکې کوريا تر ګډو کوښښونو لاندې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې هرومرو د دواړو هېوادونو خلکو ته نورې زياتې ګټې ورسوي. د چين او ديموکراتيکې کوريا او اړوندو خواوو تر ګډو کوښښونو لاندې په کوريا ټاپووزمه او شمال ختيځې اسيا کې سوله، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا به قايمه او پوره شي.

کيم جونګ اون وويل، چې زه به له چين سره نوي پړاو ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د رسولو لپاره ګډې هڅې وکړم او د نړيوالې او سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره به خدمتونه وکړم.

په همدې ورځ کيم جونګ اون د چين د کرهنيزو علومو اکاډمۍ د تکنالوژۍ او نوښت له سيمې او د بېجينګ د پټليو ټرافيک له لارښوونکي مرکز څخه ليدنې وکړې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای