CRI Online

اروپايي ټولنه به د روانې مياشتې له ۲۲مې نيټې څخه له ځينو واردېدونکو امريکايي توليداتو څخه لازيات ګمرکي ماليات واخلي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-21 10:58:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اروپايي ټولنې کميټې د روانې مياشتې په شلمه نېټه د يوې علاميې په خپرولو سره وويل چې اروپايي ټولنه به د روانې مياشتې له ۲۲مې نېټې څخه د امريکا له خوا د فولادو او اوسپنې توليداتو د ګمرکي مالياتو له اخيستلو سره د مقابلې لپاره د دوو مليارډو او اته سوو مليونو يورو په ارزښت له واردېدونکو امريکايي توليداتو څخه لازيات ماليات واخلي.

د اروپايي ټولنې کميټې وويل چې په دغو توليداتو کې د امريکا فولادو او اوسپنې توليدات او کرنيز توليدات شامل دي.د اروپايي ټولنې دغه پرېکړه د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له اصولو سره سمون لري.

د يادې کميټې غړې سيسيليا مالمستروم په همدې ورځ وويل چې د امريکا يوه اړخيزه او ناعادلانه پرېکړه د اروپايي ټولنې د يادې پرېکړې سبب شوې ده. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای