د سينهوا اژانس د خبر له مخې د المان صدراعظمې انګيلا ميرکل د روانې مياشتې په شلمه نېټه هيله وښودله چې د اروپايي ټولنې بېلا بېل هېوادونه يو لاس شي او د مهاجرينو او کډوالو مسئلو د حل وفصل لپاره دې يوه ګډه لايحه جوړه کړي.
د روانې مياشتې شلمه نېټه د کډوالو له نړيوالې ورځې سره برابره وه.د المان حکومت په همدې ورځ په برلين کې د دې هېواد په تاريخي موزيم کې د کډوالو او شړل شويو کډوالو په اړه فعاليت تر سره کړ. ميرکل په دې فعاليت کې وويل چې د مهاجرينو او کډوالو مسئله د اروپا پرمخ تر ټولو لويه ننګونه ده او د اروپايي ټولنې له يووالي سره اړيکې لري.
هغې زياته کړه چې اروپايي ټولنه بايد کډوال ځای پر ځای کړي او له څرګندو اصولو سره سم دې د مهاجرينو او کډوالو مسئلې حل کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |