CRI Online

د ۲۰۱۸م کال لپاره د چين په اړه د ای ايف ايف راپور: د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په تېرو لسو کلونو کې له ډېرو مهمو نړيوالو وړانديزونو څخه يو دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-22 16:46:11

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون په ۲۱مه نېټه د ۲۰۱۸م کال لپاره د چين په اړه د ای ايف ايف يعنې د نړيوال مالي فورم د راپور يعنې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د پنځه کلنې څيړنې د راپور د خپرونې ناسته په بېجينګ کې تر سره شوه چې د نړيوال مالي فورم، د ورېښمو لارې د نړيوال اتحاد، د چين د اقتصادي معلوماتو اژانس او د بريټانيا د مرکزي بانک د مجلې مطبعې لخوا تر سره شوه.

دغه راپور په پنځو برخو ويشل کېږي او د مهمو چيني او بهرنيو ټاکونکو او کارپوهانو څيړنې او نظريې پکې شامل دي. يادې پنځه برخې دا دي: لومړی، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په څلوېښتو کلونو کې د چين موډل او تجربې دي. دوهم، د نړيوال پولي بحران د رامنځته کېدو د لسمې کاليزې په وخت کې تاريخ ته بيا کتنه کوي او تر غور لاندې نيسي. درېيم، د چين مالي اصلاحات د ورخلاصون او نوښت پراختيا ده. څلورم، د يو کمربند او يوې لارې په شمول د چين وړانديزونه د نړۍ پرمختګ پياوړی کوي. پنځم، د نړۍ د غټو او سترو خليجونو او سيمو ابادي نوی خوځنده ځواک، پرمختګ او جوړښت دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای