CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې نړيوال ائتلاف د جوړېدو مراسم او د ګرد ميز لومړۍ دورې غونډه په هانکانګ کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-28 10:59:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې نړيوال ائتلاف د جوړېدو مراسم او د ګرد ميز لومړۍ دورې غونډه د جون په ۲۷مه نېټه په هانکانګ کې تر سره شوه.

د معلوماتو له مخې، د يو کمربند او يوې لارې په نړيوال ائتلاف کې د چين د هانکانګ ځانګړې ادارې سيمې، سترې برخې او د هېواد په بهر کې سوداګريزې ټولنې، مسلکي ټولنې، پانګه اچوونکي ارګانونه او ذهني سازمانونه شامل دي چې د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې پر همکارۍ او پرمختګ به بحث وکړي او دې ته به پرمختګ ورکړي. اوس مهال د دغه ائتلاف د غړيو شمېر له ۱۱۰ څخه اوښتی چې له ۲۹ هېوادونو او سيمو څخه راغلي دي. د ياد ائتلاف په جوړېدو سره به بېلا بېلو ټولنو او ارګانونو ته يو له بل سره د اړيکو ټينګولو، د معلوماتو شريکولو او د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د همکارۍ تر سره کولو لپاره يو ډګر برابر شي.

د هانکانګ ځانګړې ادارې سيمې اجرائيوي مشرې مېرمن کېري لام د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې هانکانګ د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په ابادۍ کې مهم رول لوبولای شي، ياد نړيوال ائتلاف نه يوازې له اقتصاد، بلکې له سياسي لحاظه همستر اهميت لري.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای