د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ په ۲۳مه نېټه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ د اصلاحاتو د ژورتيا په اړه د دغه کمېسيون د لارښوونکي ګروپ د يوې غونډې مشري وکړه. په هغه غونډه کې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د نړيوالو سوداګريزو لانجو د حلولو د نظام او ارګانونو د جوړونې په اړه سند تر غور لاندې نيول شوی و. څو ورځې مخکې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون دفتر او د چين د دولتي شورا دفتر دغه سند چاپ او خپور کړ او د مختلفو سيمو له اړوندو ارګانونو څخه يې غوښتنه وکړه چې په جدي توګه دغه سند پلی کړي.
په دغه سند کې دې ته اشاره شوې چې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د نړيوالو سوداګريزو لانجو د حلولو نظام او ارګانونه بايد د ګډو مشورو، ګډو اباديو او ګډو ګټو پر بنسټ د اسانتياوو او مساواتو د برابرولو په موخه د اړوندو خواوو د نيتونو د درناوي ترڅنګ د شخړو د څواړخيز حل پر اصولو جوړ شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |