د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جولای له ۲مې نېټې څخه تر ۳مې نېټې پورې د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د قوانينو ادارې د همکاريو نړيوال فورم په بېجينګ کې تر سره شو. د يو کمربند او يوې لارې د ګډون کوونکو هېوادونو د چارواکو، د نړيوالو سازمانونو د استازو، د چيني او بهرنيو پوهانو او د تصديو استازو په شمول څه د پاسه ۳۵۰ تنو پکې ګډون کړی و. د بهرنيو چارو وزير مرستيال کونګ شيوان يو او د چين د قوانينو ټولنې اجرايي مرستيال چن يي پينګ د فورم ګډ مشران وو. د غونډې د مهم برياليتوب په توګه، ياد فورم د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د قوانينو ادارې د همکاريو د نړيوال فورم ګډو مشرانو اعلاميه خپره کړه.
ياد فورم د چين لومړی ځل دی چې د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د قوانينو ادارې د همکاريو په اړه يو عالی رتبه فورم يې تر سره کړ. د ټولو ګډون والو په نظر، د قوانينو ادارې د همکاريو پياوړتيا د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره مهم ارزښت لري. هيله ده چې په پر له پسې ډول تبادلې پياوړې کړي، همکاريو او همغږۍ ته وده ور کړي او د يو کمربند او يوې لارې د لا نورې ثابتيا او ژورتيا لپاره هڅې وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |