CRI Online

د تجارت نړيوال سازمان د اوم ځل لپاره د چين پر تجارتي پاليسۍ غور وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-07-12 11:06:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د تجارت نړيوال سازمان، چې مقر يې په ژنيو کې دی، د جولای په ۱۱مه نېټه د اوم ځل لپاره د چين پر تجارتي پاليسۍ غور وکړ. د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال او د نړيوال تجارت په اړه د خبرواترو استازي مرستيال وانګ شو ون په همدې ورځ د سنجش په غونډه کې د ۲۰۱۶ کال له جولای څخه تر اوسه پورې په تجارت او پانګونه کې د چين نوی پرمختګ، عمومي اصلاحات او د ورخلاصون تدبيرونه او په فعاله توګه د څواړخيز تجارت په سيستم کې د خپل مسئوليت د پر غاړه اخيستلو په اړه هر اړخيز مالومات ورکړل.

وانګ شو ون وويل، له ۲۰۰۱ کال څخه، کله چې چين د تجارت په نړيوال سازمان کې ګډون کړی، تر ۲۰۱۷ کال پورې د چين د موادو تجارت وارداتي حجم په منځنی ډول هر کال ۱۳.۵ فيصده زيات شوی، چې د نړۍ د منځنۍ سويې دوه برابره و. د چين د خدمت تجارت وارداتي حجم په منځنی ډول هر کال ۱۶.۷ فيصده زيات شوی، چې د نړۍ د منځنۍ سويې ۲.۷ چنده و. په ۲۰۱۷ کال کې د چين د صادراتو او وارداتو په عمومي حجم کې بهرنيو تصديو ۴۴.۸ فيصده ځای نيولی و.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای