CRI Online

د چين د شمېرنې ملي ادارې وياند: د روان کال په دوهمه نيمايي کې به د چين د اقتصادي ودې مثبت تمايل بدل نه شي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-16 15:37:48

د چين د شمېرنې ملي ادارې وياند ماو شنګ يونګ د جولای په ۱۶ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د روان کال په دوهمه نيمايي کې به د چين د اقتصادي ودې هغه تمايل چې په ثابته توګه پرمختګ کوي، بدل نه شي.

ماو شنګ يونګ وويل، د روان کال د لومړۍ نيمايي عمده شمېرنه ښيي، چې کورنۍ اړتياوې د اقتصادي ودې عمده خوځنده ځواک دی او په کورنيو اړتياوو کې مصرف تر ټولو مهم دی. د روان کال په دوهمه نيمايي کې ښايي مصرف په ثابته او چټکه توګه زيات شي. لومړی دليل دا دی چې د مصرفيت د زياتوالي بنسټ او شرايط شته دي، دوهم، په دې وروستيو کلونو کې د اوسيدونکو عايدات په چټکۍ سره زيات شوي،درېيم، د مصرف د جوړښت اصلاحات به لاچټک شي. څلورم، د چين صادراتي تګلاره ښه شوې، صادرات زيات شوي او ټول بازار لافعال شوی دی. نو د دغو دلايلو له لحاظه د روان کال په دوهمه نيمايي کې به د چين د اقتصادي ودې مثبت تمايل وساتل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای