CRI Online

چين او عربي متحده امارات به په ګډه د يو کمربند او يوې لارې پلان عملي کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-19 20:13:57

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په نولسمه نېټه له عربي متحده امارات څخه رسمي ليدنه وکړه او دا په روان کال کې د چين د دولت رئيس په توګه د شي جين پينګ د نوي ماموريت له پيل وروسته لومړی ديپلوماتيک سفر دی او له ۳۰ کلن ځنډ وروسته د چين دولت رئيس په لومړي ځل له دغه هېواد څخه ملاقات کوي.

په ۲۰۱۲ کال کې عربي متحده امارات د خليج لومړی عربي هېواد و چې له چين سره يې ستراتيژيکي دوستانه اړيکې جوړې کړې. دواړو خواوو پر دې بنسټ په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ ټينګې کړي او يوه برخه واقعي همکاريز پلانونه يې عملي کړی دي. د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز د چټکې پرمختيا سره سره چين او منځني ختيځ د نفتو او ګازونو په شمول ځينو همکاريزو پروژو کې پرمختګ موندلی دی.

په ۲۰۱۴ کال کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د وزيرانو په کچه د چين او عربي متحده امارات تر منځ د همکارۍ فورم په شپږمه غونډه کې وويل چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز به چين او د عربي متحده امارات ته ګډې ګټې ورسوي. هغه وويل چې د انرژۍ په ساحه کې همکارۍ به مرکزي ټکی وي او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ او د سوداګرۍ او پانګونواسانيدل به دواړه هېوادونه د وروڼو په څېر سره نږدی کړي، د ذروي انرژۍ، د فضانوردۍ او مصنوعي سپوږمکيو او د نويو انرژيو د لوړو ساينسي تخنيکونو په دريو ساحو کې به نوي پرمختګونه ومومي او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ نوی چوکاټ به جوړ کړي. د وزيرانو په کچه د چين او عربي متحده امارات تر منځ د همکارۍ د فورم په اتمه غونډه کې شي جين پينګ هيله څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه بايد د تګ راتګ په اړه لارښوونکي پروژې ونيسي، په فعاله توګه د نفتو او ګازونو، د ټيټ کاربن ايستونکو انرژيو په چارو کې د همکارۍ هڅونې وکړي او په پولي چارو او د لوړو او نويو تخنيکونو په ساحو کې همکارۍ ټينګې کړي. په ياده غونډه کې د بيجينګ اعلاميې، له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د فورم د فعاليتونو د عملي پلان او د چين او عربي متحده امارات تر منځ تر همکارۍ لاندې د يو کمربند او يوې لارې د پلان د ګډې ابادۍ اعلاميې په شمول دري مهم سندونه لاسليک شول چې په راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختګ لپاره يوه پاکه، سيستماتيکه او پوره نقشه انځور کړي.

د منځني ختيځ د هېوادونو په هکله د يو کمربند او يوې لارې پلان پرمختيا يو ښه تاريخي فرصت دی. دواړه خواوې يو د بل د پيژندنې او د پرمختيايي هدفونو او د همکاريزو ساحو د يو ځايښت په هکله ګډې نظريې او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په ترڅ کې پراخ راتلونکی لري.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای