CRI Online

د سنيګال ولسمشر: د افريقا او چين خلک به د يو کمربند او يوې لارې په اړه د رئيس شي جين پينګ له وړانديز څخه ګټه واخلي.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-21 14:43:34

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سنيګال د ولسمشر ماکي سال په بلنه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د جولای له ۲۱مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې له سنيګال څخه رسمي ليدنه وکړي. سنيګال ته د رئيس شي جين پينګ له رسېدو نه مخکې د دغه هېواد ولسمشر ماکي سال له چيني خبري رسنيو سره يوه ګډه مرکه ومنله. هغه وويل، چې دغه هېواد ته د رئيس شي سفر تاريخي ارزښت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو او پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري.

ولسمشر ماکي سال څو څو ځله چين ته سفر کړی دی او د شلو سترو هېوادونو د سرمشريزو غونډو په شمول زياتو نړيوالو صحنو کې يې له رئيس شي سره کتنې او خبرې اترې کړې وې، نو هغه سنيګال ته د رئيس شي جين پينګ د دې سفر تود هر کلی څرګند کړ. نوموړي وويل، چې سنيګال د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو په چوکاټ کې د سنيګال د سمسورتيا په پلان کې د چين مثبت ګډون ته تمه لري، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوي ډول دوستي به ورسره ټينګه شي. د ولسمشر ماکي سال په اند، د چين پرمختيايي لار د سنيګال لپاره ارزښتناکه ده. اوسمهال د افريقايي هېوادونو په منځ کې ګډې نظريې تر لاسه شوې دي او د افريقايي اقتصاد د جوړښتي اصلاحاتو په اړه د ستراتيژيک مقصد پر بنسټ تر ۲۰۶۳م کال پورې د افريقايي لويې وچې د ګډ پرمختګ په اړه پلان طرحه شوی دی. ولسمشر ماکي سال په دې نظر دی چې د چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له دغه پلان سره ونښلولی شي، او هغه د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز لوړه ستاينه وکړه.

د سږ کال په سپتمبر کې به د چين او افريقا د همکاريز فورم سرمشريزه غونډه به په بېجينګ کې تر سره شي او ولسمشر ماکي سال په ياده مرکه کې، د بېجينګ پر سرمشريزه غونډه ټينګ باور څرګند کړی دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای