CRI Online

شي جين پينګ د بريکس هېوادونو په صنعتي او سوداګريز فورم کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-07-26 15:11:28

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۵مه نېټه د جنوبي افريقا په جوهانيسبورګ کې د بريکس هېوادونو په صنعتي او سوداګريز فورم کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.اوسنۍ نړۍ له بې ساري بدلون سره مخ ده .دغه بدلون نه يوازې د نويو سمسورو بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو لپاره فرصتونه برابر کړي بلکې چلنج کړې يې هم دي.مونږ بايد د نړيوال جوړښت په بدلون کې د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، په نړيوال پرمختګ او د بريکس هېوادونو په ګډ پرمختګ کې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره هڅې وکړو تر څو د دويم طلايي لس کلن پلان په موده کې نوی پرمختګ ومومو.

رئيس شي جين پينګ د زمانې له تمايل سره سم د ګډ پرمختګ موندل تر عنوان لاندې يوه وينا کې وويل چې راتلونکي لس کالونه به کليدي لس کالونه وي چې پکې به نړيوال اقتصاد زوړ انجين پر نوي انجين بدل شي او په نړيوال جوړښت او ځواکونو کې به ډېر بدلونونه راشي او نړيوال اداري سيستم به بيا اباد شي.بريکس هېوادونه بايد له تاريخي تمايل سره سم پرمختيايي فرصت ونيسي او په ګډه دې چلنج او ستونزې لېری کړي ترڅو د نوي ډول نړيوالو اړيکو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره رغنده رول ولوبوي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې بايد د همکارۍ له لارې د ګډو برياليتوبونو پر تر لاسه کولو ټينګار وشي او پرانيستی اقتصاد دې اباد شي.هغه وويل پرانيستې همکارۍ د علمي او تخنيکي ترقۍ او د توليدي توان د پرمختګ لازم منطق دی .سوداګريزه جګړه د منلو وړ نه ده، ځکه چې هېڅوک به په دې جګړه کې بريالي نه شي. د اقتصادي بادارۍ لټون هم عملي کېدونکی نه دی ،ځکه چې دغه کړنه به نه يوازې د نړيوالې ټولنې ګډو ګټو ته به هم بلکې خپلو ګټو ته زيانونه ورسوي.بريکس هېوادونه بايد په ټينګۍ سره د پرانيستي نړيوال اقتصاد له ابادولو څخه ملاتړ وکړي او له يو اړخيز کېدو او سوداګرۍ ساتو کړنو سره دې مخالفت وکړي او د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانېدو لپاره دې ګډې هڅې وکړي تر څو د نړيوال کېدو بهير په پرانيستي، ګډ پرمختيايي ، برابر او ګډ بريالي لوري روان شي. د اقتصاد نړيوال کېدنه بايد لازياتې اغيزې ولري تر څو نوي سمسور بازاري هېوادونه او پرمختيايي هېوادونه ترې ګټې واخلي په تېره بيا افريقايي او وروسته پاتي هېوادونه د نړيوالو چارو له ويشلو او نړيوال کېدو څخه برخمن شي.

رئيس شي جين پينګ زياته کړه چې د نوي فرصت پر وړاندې هر هېواد مساوي پرمختيايي حق لري او بايد د اوسني فرصت په نيولو سره د نوښت په برخه کې پانګې زياتې کړي او د اقتصاد د نوي پرمختيايي خوځنده ځواک د روزلو لپاره دې هڅې وکړي تر څو زوړ اقتصادي انجين پر نوي انجين بدل شي.هغه په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، د ۲۰۳۰ کال دواملرونکي پرمختيايي اجنډا د نړيوالې ټولنې لپاره عمومي عملې لايحه برابره کړې ده.بريکس هېوادونه بايد له خپلو مشخصاتو سره سم د دې اجندا او خپلې پرمختيايي ستراتيژۍ د پيوستون له لارې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ور کړي او د اقتصاد، ټولنې او چاپيريال ګډ پرمختګ ته دې پاملرنه وکړي تر څو خلک ترې نيکمرغه ژوند تر لاسه کړي.بريکس هېوادونه بايد د انسانانواو چاپيريال د همغږۍ لپاره هلې ځلې وکړي تر څو نړيواله ټولنه په هر اړخيزه توګه د پاريس تړون پلی کړي او په چټکۍ سره ښه ايکولوژيکي سيستم جوړ کړي.سربېره پردې مونږ بايد د نړيوالې پرمختيايي همکارۍ د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړو او پر پرمختلليو هېوادونو يې غږ وکړ چې د پرمختګ په برخه کې له نورو هېوادونو سره د خپلو مرستو ژمنې پوره کړي او له ډېرو پرمختيايي هېوادونو څخه ملاتړ زيات کړي.

رئيس شي جين پينګ همدارنګه وويل چې چين به په نړۍ کې د تر ټولو لوي پرمختيايي هېواد په توګه په چټکۍ سره د نوښت له لارې د پرمختيايي ستراتيژۍ د پلې کولو،د نوښت او تخنيکونو په نړيوالې همکارۍ کې د برخې اخيستلو او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ کولو لپاره هڅې وکړي او د نويو سمسورو بازاري هېوادونو او د پرمختيايي هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره به لازيات فرصتونه برابر کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای