CRI Online

شي جين پينګ د موريشس له صدراعظم پراويند جوګناوټ سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-29 10:59:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۸مه نېټه د موريشس له صدراعظم پراويند جوګاناوټ سره وکتل.

په دغه کتنه کې شي جين پينګ د موريشس د خپلواکۍ د تر لاسه کېدو له پنځوسو کلونو راهيسې د دغه هېواد لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو مثبته ارزونه وکړه او له چين سره د دغه هېواد د حکومت د ښو اړيکو او سلوک لوړه ستاينه يې وکړه. شي جين پينګ وويل، د چين او موريشس د خلکو تر منځ ژورې دوستۍ شته. د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له شپږ څلوېښتو کلونو راپدېخوا، د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل سياسي باور او اعتماد ورځ په ورځ ژورېږي او په هره ساحه کې دوه اړخيزو همکاريو غني پايلې تر لاسه کړې دي. چين غواړي له موريشس سره د ښو دوستانو او ملګرو په حيث نوې مرحلې ته خپلمنځي اړيکې پياوړې کړي.

په ياده کتنه کې جوګاناوټ يو ځل بيا له دغه هېواد څخه د رئيس شي جين پينګ د دوستانه ليدنې هر کلی څرګند کړ. نوموړي وويل، د موريشس او چين ترمنځ تاريخي او دوديزې دوستۍ ټينګې شوې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو راهيسې، دواړو هېوادونو د متقابل باور او درناوي پر بنسټ خپلمنځي اړيکې نژدې کړې دي او کوي يې. موريشس د چين له دايمي او سترو مرستو څخه مننه کوي، په نوې زمانه کې د چين پرمختګ ته پاملرنه کوي، د چين لخوا د تر لاسه شويو سترو برياليتوبونو لوړه ارزونه کوي او د بشري ګډ برخليک د ټولنې د جوړولو په اړه د رئيس شي جين پينګ له وړانديز څخه ملاتړ کوي. موريشس به په مداومه توګه د يو چين پر پيژندنې ټينګار وکړي او د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز هر کلی کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای