CRI Online

لي که چيانګ د بريټانيا د بهرنيو چارو له وزير جريمي هانټ سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-07-31 15:25:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د جولای د ۳۰ مې نېټې په ماسپښين د جونګ نان های ماڼۍ په ځه ګوانګ ودانۍ کې د بريټانيا د بهرنيو چارو له وزير جريمي هانټ سره چې د چين او بريټانيا ترمنځ نهم ستراتېژيک ديالوګ کې د ګډون لپاره چين ته راغلی،وکتل.

لي که چيانګ د کتنې پرمهال د چين او بريټانيا ترمنځ د اړيکو او همکاريو لاسته راوړنې مثبتې وارزولې او دې ته يې په اشارې سره وويل، چې په ۲۰۱۵ کال کې له بريټانيا څخه د رئيس شي جين پينګ رسمي ليدنې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته نوی پرمختګ ورکړی دی. دواړه هېوادونه د م م د امنيت د دايمي هېوادونو او د نړۍ د عمده اقتصادي ځواکونو په توګه دا مسئوليت لري چې د م م د منشور په محور نړيوال نظام او سيستم او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان په مرکزيت څو اړخيز سوداګريز سيستم وساتي ، نو بايد په ګډه سره پر څواړخيزم ټينګار وکړي، نړيواله اقتصادي پرانيستنه دې وساتي او نړۍ ته دې ثابت او رغنده قوت ورکړي. چين غواړي چې له بريټانيا سره د متقابل درناوي او مساوات د اصولو له مخې د دوه اړخيزو اړيکو او هراړخيزو همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړی.

جريمي هانټ په خپلو خبرو کې وويل، چې ډېر خوشحاله يم چې د بريټانيا د بهرنيو چارو وزير په توګه په لومړي ځل چين ته سفر کوم. په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ډېر پرمختګ کړی دی. بريټانيا تمه لري چې په راتلونکي کال کې د بريټانيا او چين د صدراعظمانو کلنۍ کتنه ترسره شي او غواړي له چين سره متقابل سياسي اعتماد او د ستراتېژيو پېوستون پياوړی کړي. اوسمهال نړيوال وضعيت په کليدي پړاو کې دی، دواړه هېوادونه دې د نظريو تبادله او همغږي پياوړې کړي، په ګډه سره دې پر څواړخيزم او ازادې سوداګرۍ ټينګار وکړي او نړيوال نظام دې وساتي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای