CRI Online

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيورو د عمومي منشي شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې د اوسنيو اقتصادي حالاتو او کارونو په اړه يوه غونډه جوړه کړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-31 19:45:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيورو د جولای په ۳۱مه نېټه د عمومي منشي شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې يوه غونډه جوړه کړه او په دغه غونډه کې يې د اوسنيو اقتصادي حالاتو څيړنه وکړه، د سږ کال په دوهمه نيمايي کې يې اقتصادي کارونه ترتيب کړل او د چين کمونېست ګوند د دسپلين د جزاګانو مقررات يې ارزيابي کړل.

په دغه غونډه کې پر دې ټينګار شوی چې بېلا بېل ځايونه او څانګې بايد د څلورو نظريو په عملي کولو سره پر څلورو باورونو ټينګار وکړي، بايد په کلکه او ټينګه توګه د چين کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې ټاکل شوي ستراتيژيکی ترتيبات ونيسي او بايد تر خپلې وسې پورې هر کار وکړي، تر څو په وخت اقتصادي او اجتماعي هدفونه او دندې تر سره شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای