CRI Online

د چين د شينجيانګ د خورګس بندر سمسور حالت

cri     (GMT+08:00) 2018-08-05 16:38:05

د خورګس بندر د چين او قزاقستان په سرحدي سيمه کې پروت دی. د دوبنۍ رخصتۍ په موده کې دغه بندر هم د يو کال د سوداګرۍ سمسور وخت ته ننووزي. د خورګس ښار د شمېرنې له مخې، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د دغه ښار د سوداګريو عمومي حجم ۲۰ مليارډو او ۶۸۶ مليونو يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۷.۸٪ زيات شوی دی. په دې جمله کې د دغه بندر عمومي سوداګريزه اندازه ۵ مليارډو او ۳۸۱ مليونو يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۴.۶٪ زيات شوی دی. د معلوماتو له مخې، د خورګس بندر له ۱۸۸۱ م کال څخه د بندر په توګه په کار پيل شوی دی. په ۲۰۱۲م کال کې د دغه بندر اوسنی مرکز جوړ شو او تر اوسه پکې څه باندې ۵۰۰۰ هټۍ او دوکانونه شته او فعاليت کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای