CRI Online

د امريکا د اې اېم ډي شرکت کارکوونکې: بهرنۍ تصدۍ د چيني بازارونو غورځول نه غواړي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-07 15:02:22

د سې ار ای راډيو خبریال د دغه شرکت له چارواکې سره د مرکې په حال کې


د پرمختللي مايکرو الاتو چيني فرعي شرکت د بېجينګ په جونګ ګوان څون سيمه کې له پرتو بهرنيو تصديو څخه يو دی. د دې شرکت يوې کارکوونکې څو ورځې مخکې د چين نړيوالې راډيو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې زياتې بهرنۍ تصدۍ د چين په لوی نفوس او مصرفي بازارونو کې د موجودو فرصتونو غورځول نه غواړي.

د امريکا د پرمختللو مايکرو الاتو شرکت يعنې د اې اېم ډي شرکت يو داسې شرکت دی چې په ځانګړي توګه د کمپيوټرونو، مخابراتو، الکترونيکي مصارفو د صنعتونو لپاره ډول ډول نوي مايکرو الات او سامانونه طرح او توليدوي او د چټکې زېرمې او ټيټ قوت پروسېسر پلانونه برابروي. له تېرو لسګونو کلونو راهيسې نوموړي شرکت ګام په ګام په چين کې زياتې فرعي څانګې جوړې کړې دي. دوی په دې وروستيو کلونو کې د چين د سوداګريز چاپيريال او زمينو د ښه والي په اړه ژور احساست لري. په چين کې د دې شرکت د ماليې څانګې منيجرې جاو هوی د حکومت له خوا د اداري تشريفاتو او مالياتو د کموالي په اړه وويل:

(( پخوا د تکراري مالياتو حالت شتون درلود. اوس د معاملو ماليات لغوه شوي، د ګټو د مالياتو بهير بشپړ شوی، دغه راز د تکراري مالياتو حالت شتون نه لري، دا د تصديو لپاره ډېر ارزښت لري. دغې ټولې چارې په لنډو څو کلونو کې تر سره شوي، د مالياتو له لحاظه د سوداګرۍ چاپيريال ښه شوی دی، د مالياتو ترتيبات لا مناسب او د تصديو له اوږو څخه بارونه کم شوي دي. ))

بر سيره پر دې، جاو هوی ويلي چې په چين کې د ځايي او دولتي مالياتو د ګډېدو په شمول د مالياتو له روانو اصلاحاتو څخه رښتينې ګټې اخيستل شوې، د تصديو لپاره د اړوندو چارو د تر سره کولو وخت کم شوی دی.

(( پخوا به د مالياتو ورکولو لپاره څو او بېلو ځايونو ته تللو، اوس د ځايي او دولتي مالياتو له ګډېدو وروسته په يو ځای کې زياتې چارې تر سره کولی شو. د تصديو لګښتونه کم شوي او زموږ د تګ راتګ موثريت لوړ شوی دی. په تيره بيا زياتې چارې د انټرنيټ له لارې هم تر سره کېدای شي، دا زموږ وخت او لګښتونه سپمولی شي. ))

د نړيوال بانک له خوا خپور شوي د ۲۰۱۸ کال د ګردې کرې د سوداګريز چاپيريال په راپور کې راځي چې د چين ستره برخه په درجه بندي کې ۷۸م ځای نيسي، د تصديو د پرانيستلو د اسانه کېدو په نوملړ کې چين د ۲۰۱۶ کال له ۱۲۷م مقام څخه په ۲۰۱۷ کال کې ۹۳م مقام ونيوه. د چين د سوداګرۍ وزارت د تېرې مياشتې د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې له بهرنيو پانګو څخه د چين د رښتينې استفادې اندازه لږ څه لوړه شوې، د تازه جوړو شويو تصديو شمېر په چټکه سره زيات شوی. له جنورۍ څخه تر جون پورې، په چين کې د بهرنيو پانګو د نويو تصديو شمېر ۳۰ زرو ته نژدې و چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۹۶.۶ سلنه زيات شوی، استعمال شوې بهرنۍ پانګې له ۶۸ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې وې چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۱ سلنه زيات شوی.

اغلې جاو هوی وويل، اې اېم ډي شرکت به په چين کې د څېړنو او انکشاف لګښتونه زيات کړي. د دې په اند نورې تصدۍ به چيني بازارونه هم و نه غورځوي.

(( لومړی، زموږ شرکت د پرمختللي تکنالوژۍ شرکت دی، د څېړنو او انکشاف لګښتونه زموږ لپاره ډېر مهم دي. په څېړنو او انکشاف کې د پانګو د زياتوالي او په عايداتو کې د چارو د لګښتونو انډول د ټيټوالي له لارې ګټې په مداومه توګه لوړېدای شي. بله خوا، ښه توليدات ښو بازارونو ته اړتيا لري. ولې دومره زياتې بهرنۍ تصدۍ د چين بازار ته په درنه سترګه ګوري؟ ځکه د چين نفوس زيات دی، ګټې يې زياتې دي. د چين بازار د هر هېواد لپاره مهم دی.))

(ژباړونکې: ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای