CRI Online

د چين لخوا جوړ شوي د ګړنديو اورګاډو څرخونه جرمني ته وليږل شول

cri     (GMT+08:00) 2018-08-08 17:03:47


په وروستيو ورځو کې يو سلو شپيته هغه څرخونه چې په ګړندي اورګاډي کې نصب کيږی او د چين د ما کانګ د فولادي کمپنۍ لخوا توليد شوي ، جرمني ته وليږل شول او هلته به په ګړنديو اورګاډو کې نصب شي . دا لومړی ځل دی چې د چين لخوا توليد شوي ياد څرخونه بل هيواد ته صادريږي .

د جرمني د اوسپنيزو لارو شرکت په اروپا کې د اورګاډي په وسيله د مالونو د حمل و نقل ډير لوی شرکت دی او د کيفيت او عرضې د جدي معيار په ساتلو ډير شهرت لري. د ما ګانګ کمپنۍ د څرخ څانګې د سرمنيجر مرستيال ان تاو په وينا دده کمپنۍ وروسته تر هغه وخت چې په دوه زره نهم کال کې د جرمني لخوا په خپلو مال وړونکو اورګاډو کې د څرخونو کيفيت وپيژندل شو ، په اسيا کې لومړی څرخ تهيه کوونکې کمپني ګرزيدلې ده، مخکې له دې نه دوی په عمده توګه جرمني ته د مسافر او مال وړونکو اورګاډو څرخونه برابرول، خو اوس د اړوندو اجازه نامو تر لاسته کولو وروسته ګړندي څرخونه برابروي.

د ښاغلي ان تاو په وينا که څه هم جرمني ته د ګړنديو اورګاډو د صادر شويو څرخونو شمير کم دی ، خو دا لومړی ځل دی چې د چين لخوا توليد شوي د ګړنديو اورګاډو څرخونه جرمني ته صادريږي ، نو اهميت يې ډير مهم دی . نوموړي وويل:

((زما په اند دا سفارش يو ډول ازموينه ده او باور لرم چې په جرمني کې د يوې مودې کارولو وروسته د نورو زياتو ګړندی څرخونو د صادرولو دروازه به په رښتينۍ خلاصه شي. ))

په اسيا کې د جرمني د اوسپنيزو لارو شرکت د توکو پيرودلو د څانګې مسؤل فرانک فيوچتر له خبريال سره په مرکه کې وويل چې د مسافر او مال وړونکو اورګاډو څرخونو په پرتله د ګړنديو اورګاډو څرخونو کيفيت په هکله غوښتنې لا سختې دي. نوموړي وويل:

((د ګړنديو اورګاډو د څرخونو د کيفيت جدي ازمايښتونه لازم دي . په راتلونکو دوو کلونو کې به ياد چيني څرخونه د نورو عرضه کوونکوکمپنيو لخوا برابر شويو څرخونو سره يو ځای په ازمويښتي ډول وکارول شي او سيالۍ ته به وړاندې شي. په پاي کې به موږ د ښې نتيجې درلودونکو څرخونو اړونده توليدوونکې کمپنۍ انتخاب کړو . شک نشته چې دا موده به اوږده او جريان به يې ډير پيچلی وي، ځکه چې دګړندي اورګاډي څرخ امنيت او کيفيت د اورګاډي د تګ راتګ لپاره ډير مهم دی .))

ددې لپاره چې د اسيا او په تيره بيا د چين له عرضه کوونکو کمپنيو سره اړيکې ټينګې او همکارۍ نژدې کړي، د جرمني د اوسپنيزو لارو شرکت په دوه زره پنځم کال کې په شانګهای کې خپل استازنځی تاسيس کړ. ښاغلي فيچتر وويل چې په تيرو دريو کلونو کې دده د څانګې کارونه سالم وو او دګړندي اورګاډي په برخه کې د چين لخوا تر لاسه شوی لاسته راړونې هم د ليدو وړ دي.

((چين په ټوله نړۍ کې د ګړندي اورګاډي لومړی لويه شبکه لري، اوس په ياده برخه کې د چين تصدۍ په عادي وضعيت سره نوي نوښتونه کوي. ))

د ښاغلي ان تاو په وينا له جرمني څخه راغلی سفارش د چين لخوا د توليد شويو توکو د پيژندلو مانا لري او له بلې خوا د خپل قوت په اتکا د نوښتونو رامنځته کولو په برخه کې د چين توان او طاقت تر يوې اندازې لوړې کچې ته رسيدلی دی . ده وويل:

((لومړی موږ بايد د نوښت توان لوړ کړو ، دوهم موږ بايد د دغو توکو ښه کيفيت وساتو او دريم بايد ښه خدمتونه برابر کړو او د توليداتو د تسليم موده دې لنډه کړو . د يادو هدفونو د بشپړولو پر بنسټ د خپلو توليداتو تبليغات هم ډير مهم دي . باور لرم چې په نړيوالو بازارونو کې د چين لخوا جوړ شوي توليدات به په ښه بڼه لا زيات اخيستونکي راجلب کړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای