CRI Online

د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په اړه د روان کال په پيل کې ټاکل شوې موخې او دندې پوره کېدای شي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-16 16:23:20


د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کميټې مطبوعاتي وياند څونګ ليانګ د اګست په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې چين به د روان کال په وروستۍ نيمايي کې د سالم پرمختګ د ساتنې، د اصلاحاتو د هڅونې، د اقتصادي جوړښت د بشپړوالي، د خلکو ژوند د ښه والي او د خطرونو د مخنيوي په شمول د بېلا بېلو کارونو مجموعي ترتيبات عملي کړي او په مناسبه ساحه کې به د اقتصادي ودې د ساتلو لپاره هڅې وکړي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين د سوداګريز اصطکاک له امله د رامنځته شويو جنجالونو پر ضد د مبارزې شرايط او توان لري، او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په اړه د روان کال په پيل کې ټاکل شوې موخې او دندې پوره کولی شي.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کميټې وياند څونګ ليانګ له جنورۍ څخه تر جولای پورې د چين اقتصادي حالت په دريو کلمو کې بيان کړ: ثابت وضعيت، ښه کيفيت او ښه تمايل. ثابت وضعيت يعنې د عمومي اقتصاد عمده شاخصونه په مناسبه ساحه کې دي، د اقتصادي ودې اصلي وضعيت ثابت دی. ښه کيفيت يعنې اقتصادي جوړښت د بشپړېدو په حال کې دی، د پرمختګ کيفيت او ګټې په سالمه توګه لوړيږي. ښه تمايل يعنې په ثابت اقتصادي حالت کې ښه تمايل ساتل شوی. هغه وويل، له جنورۍ څخه تر جولای پورې احصايوي معلومات ښيي چې د چين پر اقتصاد د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريز اصطکاک اغېزې محدودې دي. هغه وويل

(( د اقتصادي پرمختګ ثابت او ښه تمايل ساتل شوی دی. موږ لوی بازارونه او د اصلاحاتو او ورخلاصون په رڼا کې ځواکمن خوځنده قوت لرو، د دې ترڅنګ موږ په پر له پسې توګه ورخلاصون او اصلاحات لا پياوړي کوو. مثلا پر ځينو استهلاکي موادو مو ګمرکي ماليات مو ټيټ کړي، د بهرنيو سوداګرو مستقيمې پانګونې مو هڅولې، او له اروپايي ټولنې او د جنوب ختيځې اسيا له ځينو هېوادونو سره مو سوداګريزه راکړه ورکړه ټينګه کړې ده. د سوداګريز اصطکاک له منفي اغېزو سره د مبارزې او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په اړه د روان کال په پيل کې د ټاکل شوو موخو او دندو د پوره کېدو توان لرو. ))

څونګ ليانګ وويل، چې چين به د ثابت ساتلو تر څنګ د پرمختګ موندلو پر کاري اصل ټينګار وکړي او په پر له پسې توګه به فعاله مالي پاليسي او د پيسو ثابته پاليسي پلې کړي او د روزګار،پولي چارو، بهرنۍ سوداګرۍ، بهرنيو پانګو، پانګونو او اميد د ثابتولو کارونه به ښه تر سره کړي. هغه وويل،

(( يو ځل بهرنې ضربه د چين اقتصاد نه شي نړولی. موږ به د روان کال په وروستۍ نيمايي کې د ثبات ساتلو تر څنګ د پرمختګ موندلو پر کاري اصل ټينګار وکړو، د سالم پرمختګ د ساتنې، د اصلاحاتو د هڅونې، د اقتصادي جوړښت د بشپړوالي، د خلکو ژوند د ښه والي او د خطرونو د مخنيوي په شمول د بېلا بېلو کارونو مجموعي ترتيبات عملي او په مناسبه ساحه کې به اقتصادي وده وساتو. ))

څونګ ليانګ وويل، چې له سږ کال راهيسې امريکا د ۳۰۱ پلټنې په پلمه پر چيني توليداتو ګمرکي ماليات زيات کړي چې د ۳۴ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت له چيني توليداتو څخه د نورو زياتو ګمرکي مالياتو د اخيستلو تګلاره د جولای په ۶مه نېټه نافذه شوې، د ۱۶ مليارډ ډالرو په ارزښت پر نورو چيني توليداتو د ګمرکي مالياتو د زياتوالي تدبير به د اګست له ۲۳مې نېټې څخه پلی شي، بر سيره پر دې امريکا ګواښ کړی چې د ۲۰۰ مليارډ دالرو په ارزښت پر چيني صادراتي توليداتو به ګمرکي ماليات زيات کړي. څونګ ليانګ وويل

(( ۵۰ مليارډ امريکايي ډالر د چين په عمومي صادراتو کې يوازې ۲.۲ سلنه برخه نيسي، ۲۰۰ مليارډ ډالر د چين په ټولو صادراتو کې له ۱۰ سلنې څخه کم دي. په صادراتو کې وارداتي عوامل ته په پام سره د يادو تګلارو رښتينې اغېزې کمې دي. که د چين په عمومي اقتصادي اندازه کې د صادراتو انډول په پام کې ونيول شي، اغېزې به يې لا ټيټې وي. نو عمومي اغېزې يې تر کنترول لاندې دي. ))

نوموړي وويل، چين توان لري چې د کورنيو مصارفو د زياتوالي او د کورنيو پانګونو د ثابتولو له لارې د بهرنۍ سوداګرۍ او صادراتو اغېزې کمې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای