CRI Online

شي جين پينګ د افغانستان د خپلواکۍ ملي ورځې په مناسبت ولسمشر محمد اشرف غني ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2018-08-19 16:25:43

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۱۹مه نيټه د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹مې کليزې په مناسبت د دغه هېواد ولسمشر محمد اشرف غني ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

رئيس شي جين پينګ په دغه پيغام کې څرګنده کړه چې په دې وروستيو کلونو کې ستاسو تر مشرۍ لاندې افغانستان د سوله ييزې بيا رغونې او پخلاينې په بهير کې مثبتې پايلې ترلاسه کړې دي. زه باور لرم چې ستاسو د حکومت او خلکو په ګډو کوښښونو سره په افغانستان کې هرومرو ژر تر ژره سوله،ثبات او پرمختګ وموندل شي.

رئيس شي پر دې ټينګار وکړ چې چين او افغانستان عنعنوي او ښه ګاونډيان دي. زه د چين او افغانستان ترمنځ اړيکو ته په خورا درنه سترګه ګورم. غواړم چې له تاسو سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د لانژدې کېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای