د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايټاليا په ګينوا کې د پل د نړيدو له پېښې وروسته؛ ژغورونکي کارونه د اګست په نولسمه نېټه پای ته ورسېدل او تائيد شوی چې په دغه پېښه کې ۴۳ کسان مړه شوي دي.
د ګينوا سيمه ييزې ادارې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دغه پېښه د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه وشوه چې له امله يې پر ايټاليانو سر بېره نور مړه شوي کسان په جلا جلا توګه د البانيا، کلمبيا، چيلي، فرانسې، جامايکا، رومانيااو پيرو اوسيدونکي وو. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |