د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت نهه اتيا کسانو د اګست د شلمې نېټې په سهار د دغه هېواد له ساحلي ښار سوګچو څخه د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت پر لور حرکت وکړ او دوی به د ډيموکراتيکې کوريا په کيومګانګ غره کې له جلا شويو خپلوانو سره کتنه وکړي.
د کوريا جمهوريت د يووالي وزارت د خبر له مخې، د اټکل له مخې به ياد کسان د همدې ورځې په دوولس نيمو بجو کيومګانګ غره ته ورسېږي او اړوند فعاليت به په دريو بجو شروع شي.
د دواړو هېوادونو د هوکړې له مخې به دغه فعاليت په دوو پړاوونو وويشل شي. د اګست له شلمې نېټې تر دوه ويشتمې نېټې پورې به د کوريا جمهوريت نهه اتيا وګړي په ډيموکراتيکې کوريا کې او له څلورويشتمې نېټې تر شپږويشتمې نېټې پورې به د ډيموکراتيکې کوريا درې اتيا وګړي په کوريا جمهوريت کې له خپلوانو سره کتنې وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |