CRI Online

شي جين پينګ به د ۲۰۱۸ کال د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې مشري وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-20 16:47:53

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اګست په ۲۰مه نېټه اعلان وکړ چې د ۲۰۱۸ کال د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزه غونډه به د سپتمبر له ۳مې تر ۴مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي.د دې سرمشريزې غونډې اصلي موضوع همکاري ،د ګډو ګټو موندل او په ګډه د چين او افريقا ترمنځ د برخليک د ګډې ټولنې جوړېدل دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د يادې سرمشريزې غونډې مشري وکړي او په اړوندو فعاليتونو کې به ګډون وکړي. د ياد فورم ګډون کوونکي افريقايي مشران به هم په دې سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي او د اړوندو افريقايي سيمو د سازمانونو او د نړيوالو سازمانونو استازي به د سرمشريزې غونډې په اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای