د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اګست په ۲۰ مه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې چين غواړي د پاکستان له نوي حکومت سره يو ځای د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د جوړولو لپاره کوښښ وکړي.
د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان د صدراعظم په توګه لوړه کړه. لو کانګ وويل چې موږ د چين او پاکستان تر منځ اړيکو او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په اړه د صدراعظم عمران خان مثبتو څرګندونو ته په درنه سترګه کورو او ستاينه يې کوو. د چين او پاکستان تر منځ اړيکې هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې دي. موږ غواړو د پاکستان له نوي حکومت سره يو ځای په بېلا بېلو برخو کې دوستانه او همکارۍ د لا پياوړتيا او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د جوړولو لپاره کوښښ وکړو څو د چين او پاکستان تر منځ هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې نوي پرمختګ رامنځته شي.
(ميڼه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |