د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون او دولتي شورا په دې وروستيو ورځو کې په راتلونکو ۳ کلونو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کار په اړه عملياتي لايحه خپره کړه چې په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو د بېلا بېلو کارونو مهال وېش او لارنقشه ټاکل شوې او پر دې يې ټينګار وکړ چې د چين د راتلونکي غربت د کمولو تګلارې بايد په ژوره توګه بې وزلو سيمو او په ځانګړو بېوزلو ډلو تمرکز وکړي.
که څه هم په تېرو ۵ کلونو کې په چين کې د بېوزلو کسانو شمېر ۶۸ مليونه ۵۳۰ زره تنه کم شوی،خو د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره د چين د هدف د ترلاسه کولو لپاره، په راتلونکو درېيو کلونو کې چين لاهم د ۳۰ مليونو بېوزلو کليوالو خلکو د بې وزلۍ له منځه وړلو ته اړتيا لري.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |