د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اګست په ۲۰مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د م م د پخواني سرمنشي کوفي عطا عنان د وفات کېدو له امله د م م سرمنشي انتونيو ګوترېس ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.شي جين پينګ د کوفي عطا عنان په مړينې خواشيني څرګنده کړه او د ده کورنۍ له نورو غړيو او م م حال احوال پوښتنه يې وکړه.
شي جين پينګ په ياد پيغام کې وويل چې ښاغلی کوفي عطا عنان د چينايانو زوړ دوست و ، د ده د ماموريت په موده کې د چين او م م ترمنځ همکاري په هراړخيزه توګه پياوړې شوې وه.اوس په نړۍ کې د ناثابتو اصولو او حالاتو په وړاندې د ښاغلي عطا عنان له خوا وړاندې شوی څو اړخيزم ځانګړی واقعي ارزښت لري، د ده هلې ځلې او خدمتونه به د ټولو هېوادونو له خوا هېر نشي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |