CRI Online

د چين او اروپا ترمنځ د تګ راتګ اورګاډيو شمېر له ۹ زرو نه واوښت

cri     (GMT+08:00) 2018-08-24 11:22:55

د چين د خلکو ورځپاڼې خبريال د ګمرکاتو له عمومي ادارې څخه خبر تر لاسه کړ چې د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې د چين او اروپا تر منځ د تګ راتګ اورګاډيو شمير ۴۴۷۵ و چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۹ سلنه زيات شوی. تر اسه پورې د چين او اروپا تر منځ د تګ راتګ اورګاډيو شمېرله ۹زرو نه اوښتی او د لاينونو شمير يې څه دپاسه ۶۰ ته رسيږي چې د چين له زياتو ولايتونو څخه تېر شوي دي.

له پنځو کلونو راهيسي د چين د ګمرکاتو ادارې په فعاله توګه د چين او نورو هېوادونو تر منځ د ليږد راليږد د اسانتياوو او د چين او اروپا تر منځ د وچې او سمندر په وسيله د چټک لاين په غاړو کې د هېوادونو تر منځ د تګ راتګ د اسانتياوو په چارو کې د همکارۍ هڅونې کړي دي. په ۲۰۱۷ کال کې د ۱۷ ګټورو تجارتي ترتيباتو له امله د څه دپاسه ۶۴ مليارډو يوانو په ارزښت ماليات کم شوي دي او د انسان او ازاد تجارت تګلارو په کارولو سره يې ګټې شريکې کړې دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای