په دې وروستيو څو کلونو کې چين او افريقا د بنسټيزو تاسيساتو د ابادولو په ساحه کې يو لړ مهمې همکاريزې پروژې تر سره کړې دي. د چين پيسې، تخنيکونه، د تجهيزاتو جوړولو او د ادارې تجربې افريقا ته داخلې شوې چې په افريقا کې د بنسټيزو تاسيساتو سويې ورسره لوړې شوې، ځايي اقتصاد په چټکۍ سره پرمختګ کړی او په افريقا کې د خلکو د توليد او ژوند شرايط هم ډېر ښه شوي دي.