CRI Online

د چين او اروپا تر منځ د اورګاډو تګ راتګ شمير له لسو زرو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-08-26 20:13:19

د اګست په ۲۶مه نېټه د المان له هانبورګ څخه تر وو هان پورې اورګاډي په سالمه توګه د وو هان د وو جيا شان د اوسپنيزو لارو د کانتينرونو مرکز ته ورسيد چې د چين او اروپا تر منځ د اورګاډو د تګ راتګ شمير لس زرو ته رسيدلی دی. په ۲۰۱۱ کال کې د چين او اروپا تر منځ د اورګاډې له پيل راهيسې يې پيمانه او شمير په چټکه توګه زيات شوی او د ليږدېدونکو مالونو ډولونه هم ورځ په ورځ زياتوالی موندلی چې د چين او اروپا تر منځ د اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ هڅونه يې کړې ده او د اړوندو هېوادونو خلکو ته يې ګټې رسولې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای