د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ د اګست په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ کارونو د پنځمې کليزې په ناسته کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.
شي جين پينګ وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې ابادي د نړيوال اداري سيستم د اصلاحاتو له داخلي غوښتنو سره سمون لري، د ګډ برخليک ټولنې افکار يې څرګند کړي او د نړيوال اداري سيستم د اصلاحاتو لپاره يې نوې نقشه او نوی پلان برابر کړی دی. موږ بايد پر ډيالوګ او سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو، همکارۍ، تګ راتګ او تبادلې ټينګار وکړو، د لارو په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره دې د ګټو ګټو همکارۍ ومومو، د بېلا بېلو هېوادونو متقابل سياسي اعتماد، اقتصادي پيوستون او فرهنګي تګ راتګ دې پياوړی کړو، ګام په ګام دې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ کارونه تر سره کړو، څو چې د اړوندو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسول شي او د ګډ انساني برخليک ټولنې جوړونه بشپړه شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |