CRI Online

۱۰۳هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له چين سره د يو کمربند او يوې لارې په اړه همکاريز تړونونه لاسليک کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-27 19:37:20

روان کال د چين له خوا د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ پېشنهاد د وړاندې کېدو له پنځمې کليزې سره برابر دی. له تېرو ۵ کلونو راهيسې دغه وړانديز د ګردې کرې فعال غبرګونونه او ګډون تر لاسه کړی، د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ پېشنهاد او د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو په اړه اصلي افکار د م م په شمول د مهمو نړيوالو ميکانيزمونو په سندونو کې ليکل شوي دي. تر اوسه پورې ۱۰۳ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له چين سره د يو کمربند او يوې لارې په اړه ۱۱۸ همکاريز سندونه لاسليک کړي دي.

د اګست په ۲۷مه نېټه د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه د چين د لارښوونکې ډلې مرستيال مدير نينګ جي جه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د روان کال تر جون پورې د چين او د دې لارې پر غاړه د پرتو هېودونو ترمنځ د مالونو د معاملو ارزښت له ۵۰۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی او په بهر کې د مستقيمو پانګو شمېر له ۷۰ مليارډو امريکايي ډالرو نه زيات شوی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای