د سپتمبر په اتمه نېټه، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي په اسلام اباد کې د پاکستان له خارجه وزير شاه محمود قريشي سره خبرې اترې وکړې.
وانګ يي په دې مناسبت مبارکي وکړه چې پاکستان په ښه توګه د ټاکنو بهير تر سره کړی، او و يې ويل چې چين د پاکستانيانو د خپل انتخاب درناوی کوي. باور يې څرګند کړ چې نوی حکومت به د صدراعظم عمران خان په مشرۍ له ټولو پاکستانيانو سره ستونزې ليرې کړي او د نوي پاکستان د ابادولو په لوري به ګامونه پورته کړي. چين به د پاکستان د نوي حکومت ملاتړ وکړي او د نويو موخو د پوره کولو په برخه کې له پاکستان سره به مرستې وکړي، متقابل ستراتيژيک اعتماد او همکاري به پياوړې کړي، د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د ابادۍ لپاره به هڅې وکړي، د هراړخيزې همکارۍ کچه به لوړه کړي، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي به ژوره کړي او د چين او پاکستان د ګډ برخليک ټولنه به غښتلې کړي.
قريشي وويل، چې نوی پاکستاني حکومت د اصلاحاتو اجنډا په هڅه کې دی او هيله لري چې د اقتصاد، د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د ناورينونو د زيانونو د کمولو، له فساد سره د مبارزې او چاپيريال ساتنې په برخو کې د چين له تجربو څخه زده کړه وکړي او په مهمو کارونو کې به د پاکستان او چين د اقتصادي دهليز ابادولولو ته لومړيتوب ورکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |