CRI Online

لي که چيانګ د بلژيک له لومړي وزير چرلس ميشل سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-10-18 15:55:23
لي که چيانګ د بلژيک له لومړي وزير چرلس ميشل سره خبرې اترې وکړې

د چين صدراعظم لي که چيانګ چې له بلژيک څخه په ليدنه بوخت دی، د اکتوبر په اوولسمه نېټه په بروکسيل کې د بلژيک له لومړي وزير چرلس ميشل سره خبرې اترې وکړې. لي که چيانګ وويل، چين او بلژيک به د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د سالم پرمختګ لپاره کوښښونو ته دوام ورکړي، د اسيا او اروپا ترمنځ پيوستون به وهڅوي او د دواړو خواوو د پانګونې تړون په اړه د خبرو اترو بهير به چټک کړي.

بلژيک په اروپايي ټولنه کې د چين شپږم لوی سوداګريز همکار دی. په دې وروستيو کلونو کې په بېلا بېلو برخو کې د چين او بلژيک همکارۍ او تبادلې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي. لي که چيانګ د خبرو اترو په ترڅ کې وويل، دواړه خواوې بايد عالي رتبه تګ راتګ وساتي او پر وخت دې د بېلا بېلو موضوعاتو په هکله د نظريو تبادلې وکړي چې خپلمنځي متقابل سياسي باور پياوړی کړي. ده وويل

((دا د چين د صدراعظم په توګه له بروکسيل څخه زما درېيم ځل ليدنه ده. چين له بلژيک سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. په ژوره توګه مو د نظريو تبادله کړې او موافقه مو کړې ده چې د م م په چوکاټ کې خپلمنځي تبادلې پياوړې کړو، په ګډه د اصولو پر بنسټ د نړيوالو مقرراتو او ازداې سوداګرۍ ساتنه وکړو او د نړۍ سوله ييز پرمختګ او سمسورتيا وهڅوو. ))

لي که چيانګ وويل، چين د بلژيک د تصديو هر کلی کوي چې په چين کې پانګونې وکړي، چين به د بهرنيو او کورنيو تصديو لپاره برابرې تګلارې غوره کړي او د سوداګرۍ يوه ښه زمينه به جوړه کړي. چين غواړي د بلژيک لا زيات ښه کيفيت لرونکي زراعتي توليدات وارد کړي چې د خپل بازار اړتيا ورباندې پوره کړي، چين هم هيله لري چې بلژيک له چين سره د اقتصاد او سوداګرۍ د همکارۍ لپاره لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي. هغه وويل

(( د نوښت، لوړې او نوې تکنالوژۍ په برخه کې مو د چين او بلژيک ترمنځ د همکارۍ په هکله هم بحث وکړ. همدا اوس زموږ تر مشرۍ لاندې په سوله ييزه توګه د ذروي انرژۍ د کارولو په اړه تړون لاسليک شوی دی. د بلژيک پرمختللې تکنالوژۍ د چين په بازار کې ستر پټ ځواک لري. چين غواړي په دې برخه کې له بلژيک سره همکارۍ پياوړې کړي او چين به د دغو همکاريو په ترڅ کې په جدي توګه د پوهنې مالکيت حقونه وساتي. ))

لي که چيانګ وويل، چين او بلژيک بايد د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې له فرصت په استفادې سره د بنسټيزو تاسيساتو او ډيجيټل اقتصاد په برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا ژورې کړي او د درېيمې خوا په بازار کې دې خپلمنځي همکارۍ هم پياوړې کړي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين او اروپا په نړۍ کې د دوو مهمو اقتصادونو په توګه بايد د خپلمنځي اړيکو د ټينګولو، د اسيا او اروپا ترمنځ د پيوستون د هڅولو او د چين او اروپا ترمنځ د پانګونې تړون په اړه د خبرو اترو بهير د چټکولو لپاره کوښښونه ترسره کړي.

د بلژيک لومړي وزير چرلس ميشل وويل بلژيک غواړي د اروپا د پيوستون ستراتيژی د چين د يو کمربند او يوې لارې د جوړنې له وړانديز سره يو ځای کړي، په چين کې د پانګونې په اړه د بلژيک له تصديو څخه ملاتړ کوي او د اقتصاد او سوداګرۍ، کرهڼيزو چارو، تکنالوژۍ، ذروي انرژۍ او هوانوردۍ په برخو کې له چين سره همکاری پياوړې کړي. هغه زياته کړه، بلژيک او چين بايد د اروپا او چين ترمنځ د اړيکو ټينګښت لپاره خدمتونه ترسره کړي او د اروپا او چين ترمنځ د پانګونې تړون دې ژر تر ژره لاسليک کړي او دا وهڅوي چې د دواړو خواوو تصدۍ د ګټو ګډو پر بنسټ همکارۍ پياوړې کړي. دواړه خواوې بايد د نړۍ د امنيت، ثبات او پرمختګ د ساتلو لپاره په ګډه هڅې او کوښښونه ترسره کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای