CRI Online

ولی د اسيا او اروپا ترمنځ اړيکې لا نژدې شوې؟

cri     (GMT+08:00) 2018-10-20 21:22:59

په دې وروستيو کې د هالنډ د بټرۍ توليدوونکې تصدۍ (( ويرکس)) اعلان وکړ چې په چين کې به د يو مليارډ اته سوه پنځوس مليونو ډالرو په لګولو سره د نوې انرژۍ د ليتيوم بټرۍ پروژه او يو څېړنيز مرکز جوړ کړي. دا د چيني بازار د ورخلاصون د پياوړتيا تازه نښه او د اروپا او چين ترمنځ د اړيکو د لا نژدېوالي قدم بلل کيږي.

ورپسې د اسيايي او اروپايي هېوادونو ، اروپايي ټولنې، د اسيان ټولنې ۵۱ مشرانو د اکتوبر په نولسمه نېټه د اسيا او اروپا د مشرانو د ۲ ورځنۍ غونډې له پای ته رسيدو وروسته د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره ژمنه وکړه چې د خلاصې او ازادې سوداګرۍ لپاره به هڅې وکړي او د ساتنې له هر ډول غوښتنې سره به مقابله وکړي. دوی د ايران د اټومي تړون او د نړۍ د اقليمي بدلون پر ضد د مبارزې ملاتړ څرګند کړ.

ولې د اسيايي او اروپايي هېوادونو ترمنځ يووالی رامنځته شوی؟

لومړی، د امريکا د تجارت حمايت غوښتنه لرونکو کړنو نړۍ له ستر چلنج سره مخ کړې. اسيايي او اروپايي هېوادونه چې د امريکا په کړنو ځپل شوي، ضرورت لري چې له دغه سخت چلنج سره د مقابلې لپاره لاس يو کوي. دا د اروپايي هېوادونو په کوربتوب د اسيا او اروپا د مشرانو غونډې له اصلي موضوع څخه ښکاره شوې ده چې اصلي موضوع يې وه،(( اروپا او اسيا: نړيوال ملګري له نړيوالو ننګونو سره مقابله کوي. ))

دوهم، اسيا او اروپايي هېوادونه د اسيا او اروپايي وچو ترمنځ تګ راتګ او پيوستون ته پاملرنه کوي. د معلوماتو له مخې، هره ورځ د چين او اروپا ترمنځ د مالونو د معاملو ارزښت يو مليارډ پنځه سوه مليونه يورو دی. د تګ راتګ او پيوستون د پياوړتيا له لارې به د دواړو خواوو اقتصادي پرمختګ وهڅول شي او خلکو ته به زياتې ګټې ورسول شي.

درېيم، اسيايي او اروپايي هېوادونه د نړيوال اقليمي بدلون او د ايران د اټومي مسئلې په شمول د ځينو مهمو مسئلو په اړه يو شان يا ورته نظريې او تګلارې لري.

د اصولو او مقرراتو پر بنسټ نړيوال نظام، د سوداګرۍ نړيوال سازمان په محور څواړخيز تجارتي سيستم او يوه مسئولانه نړيواله ټولنه د اسيا او اروپا له هيلو او د نړۍ له ګټو سره سمون لري. د اسيا او اروپا ۵۱ هېوادونه د نړيوال نفوس د ۶۰سلنې، د نړيوال جي ډي پي د ۶۵سلنې او د نړيوالې سوداګريز ارزښت د ۵۵ سلنې په استازيتوب دي، نو غږ يې د واشينګټن لخوا نشي کيدلی چې له پامه وليږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای