CRI Online

د روسيې د دفاع وزير: په سوريه کې داعش په پوره ډول له منځه وړل شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-21 16:46:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ار ټي تلويزيون د اکتوبر په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ، د دې هېواد د ملي دفاع وزير سيرګې شويګو په همدې ورځ په سينګاپور کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د دفاع وزيرانو د ۵مې دورې غونډه کې وويل، په تېرو ۳ کلونو کې د روسيې د پوځونو تر ملاتړ لاندې په سوريه کې د داعش وسلوال په پوره ډول له منځه وړل شوي دي.

ار ټي تلويزيون په همدې ورځ د شويګو د خبرو په حواله وويل، د روسيې د پوځونو تر ملاتړ لاندې په سوريه کې له ۸۷ زرو ۵۰۰ څخه زيات وسلوال له منځه وړل شوي دي، د سوريې څه باندې ۹۵ فيصده خاوره او د عمده ښارونو په شمول ۱۴۱۱ استوګني سيمې ازادې شوې دي او تقريباً ۱۲۲ زره ترهګريز تاسيسات له منځه وړل شوي دي.

شويګو تائيده کړه، چې اوس په سوريه کې څه د پاسه ۹۰ فيصده خلک د سوريې د حکومتي پوځ تر کنټرول لاندې سيمو کې ژوند کوي او په دې هېواد کې عامه مخابراتي سيستم هم دوباره اعاده شوی دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای