CRI Online

ټرمپ: امريکا به د منځني واټن لرونکو توغنديو د له منځه وړلو له تړون څخه ووځي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-21 16:46:39

د سينهو اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر په شلمه نېټه وويل، چې امريکا به د منځني واټن لرونکو توغنديو د له منځه وړلو له تړون څخه ووځي، او پر روسيې يې نيوکه وکړه چې له اوږدې مودې راهيسې يې له نوموړي تړون څخه سرغړونه کړې.

ټرمپ په همدې ورځ په نيوادا ايالت کې په يوه غونډه کې له ګډون وروسته خبريالانو ته يادې څرګندونې وکړې. هغه وويل، چې موږ به له مجبورۍ څخه په تړون کې منعه شووسلو ته پرمختګ ورکړو.

د ملي امنيت په اړه د امريکايي ولسمشر مرستيال جان بولټون په همدې ورځ د روسيې په شمول څلورو هېوادونو ته د سفر لپاره وخوځيد. د امريکا خبري رسنيو د سپينې ماڼۍ د يو چارواکي په قول خبر ورکړ چې روسيې ته د امريکا د يادې پريکړې څخه خبر ورکول د بولټون د دغه سفر يوه دنده ده.

د منځني واټن لرونکو توغنديو تړون د ۱۹۸۷ کال د دسمبر په اتمه نېټه د امريکا او پخواني شوروي اتحاد له خوا لاسليک شوی و. د دې تړون له مخې، يادې خواوې د هغو ځمکنيو کروز توغنديو او بالستيک توغنديو ساتنه، توليد او ازموينه نه شي کولی چې د توغولو واټن يې له ۵۰۰ کيلومترو څخه تر ۵۵۰۰ کيلومترو پورې دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای