د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د تايوان سيمې د يي لان ولسوالۍ ځايي چارواکي د اکتوبر په ۲۱مه نېټه خبر ور کړ چې د همدې ورځې په ماسپښين د پويو ما ۶۴۳۲ نمبر اورګاډی د دې ولسوالۍ له شين ما تمځای څخه د تېرېدو پر مهال له پټلۍ څخه وتلی چې له امله يې اتلس تنه مړه او يوسل څلور شپېته تنه نور ټپيان شوي چې په دې جمله کې يې د چين د سترې برخې يو تن سخت ټپی او بل تن لږ څه ټپی شوی دی. اوس د ۱۷۱ تنو هويتونه پېژندل شوي دي. د تايوان د اورګاډي ادارې د معلوماتو له مخې په مړه او ژوبل شويو کسانو کې پر يوه امريکايي مسافر سربېره نور ټول يي چينايان دي. د يادې ادارې په خبره د ياد اورګاډي ټول اته واګونونه له پټلۍ څخه وتلي چې پکې درې سوه شپږ شپېته تنه سپاره وو.اوس ټپيان روغتونونو ته ليږدول شوي او د پېښې لامل لاهم د ځايي حکومت تر پلټنې لاندې دی.(غاټول)