CRI Online

د چين لومړي نړيوال وارداتي نندارتون داوطلبانو په لوړې روحيې سره کارونه پيل کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-22 10:10:11

د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې د اکتوبر په شلمه نېټه د چين لومړي نړيوال وارداتي نندارتون څه باندې پنځه زره داوطلبانو په شانګهای کې د نندارتون په دولتي مرکز کې په لوړې روحيې سره کارونه پيل کړي دي.اوس د دې نندارتون د داوطلبانو د راغوښتلو او ترتيبولو کارونه بشپړ شوي چې د راغوښتل شويو داوطلبانو شمېر له ۵۴۰۰ څخه اوښتی چې له دې جملې څخه يې يوسل دوه پنځوس تنه د اوږدې مودې لپاره اداري دندې پر غاړه لري او زياتره يې د شانګهای له پوهنتونونو،د حکومتي اورګانونو او تصديو کارکوونکي دي.دوی د روان کال له جون څخه د چمتوالي په بېلا بېلو کارونو کې ګډون کړی و. سربېره پردې څه باندې پنځه زره دوه سوه تنه داوطلبان محصلين دي او د خدمتي ضمانت په بېلا بېلو کارونو کې به برخه واخلي.له دغو داوطلبانو څخه ځينې يې د يانګ جي سيند په غاړه له پرتو سيمو څخه راغلي او يوه برخه يې بهرنيان دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای