په يي وو ښار کې د کوچنيو توکو ۲۴ نړيوال نندارتون د دې ښار د نندارتونونو په نړيوال مرکز کې پرانيستل شو چې د غرفو شمېر ۴۱۳۶ دی او توليدات يې د فلزاتو،ماشينونو او د اړتياوړ د ورځني ژوند په شمول له ۱۴ چارو سره تړاو لري او پراخوالی يې يو مليون متره مربعو ته رسيږي.د خبر له مخې د امريکا، روسيې، جرمنۍ او پروتګال په شمول د ګڼو هېوادونو ۲۱۵۰ مشهورو تصدۍ پکې ګډون کړی دی.
دغه نندارتون نړيوال بازار ته د چين د منځنيو او کوچنيو تصديو د داخليدو د يوې مهمې لارې په توګه يوه عمده موخه لري چې د کورنيو او بهرنيو تصديو له خوا د توليداتو او معلوماتو د شريکولو لپاره ډګر برابر کړي او د نړيوال بازار د پراخولو په برخه کې له اړوندو تصديو سره به مرسته وکړي.نو ځکه د دې نندارتون تشکيلاتي کميټې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو او د يي وو په بازار کې بهرنيو سوداګرو او ځانګړو سوداګريزو پلاويو ته په دې نندارتون کې د ګډون بلنې ور کړې دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |