CRI Online

چين کومه لار غوره کړې؟ شي جين پينګ په دې اړه ځواب وايي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-22 16:41:19
چين کومه لار غوره کړې؟ شي جين پينګ په دې اړه ځواب وايي

په ښه توګه کېسه ويل په لرغونې او اوسنۍ زمانه کې د چيني او بهرنيو سياستوالو او متفکرينو يوه ګډه ځانګړتيا ده، په تيره بيا د چين د کمونېست ګوند د مشرانو يو مهارت دی. د مثال په توګه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د کيسې ويلو په برخه کې ډېر مهارت لري. هغه د غونډو ، سفرونو او څارنيزو کارونو په وخت کې د وينا کولو او په ورځپاڼو او مجلو کې د مقالو ليکلو په ترڅ کې د مالوماتو او ښه پيغام رسولو په موخه کېسې راړوي او له دې لارې خپله معنا څرګندوي او پر نورو کسانو ډېر ژر اغېزه کوي. دغه کيسې د چين له ځيراکتيا او ځواک څخه ډکې دي.

له څلوېښتو کلونو راهيسې، د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو په پلې کېدو سره، د چين عمومي ځواک په پر له پسې توګه پياوړی شوی او نړيواله اغېزه يې هم لوړه شوې . ده په عين وخت کې د چين پرمختګ د نړۍ ډېره توجه هم راجلب کړې او ډېرو دغه پرمختګ ستايلي، ځينو يې په اړه مشاجرې او ځينو ته يې شکونه او اندېښنې پيدا کړې دي. د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې له بريټانيا څخه د ليدنې په وخت کې رئيس شي جين پينګ په لندن ښار کې په خپله وينا کې د چين لاره معرفي کړه. هغه وويل

((چينايانو خپل تاريخ ته په کتو لاره غوره کړې ده، لار برخليک ټاکي. يو هېواد او ملت بايد له خپلو حالاتو سره سم يوه مناسبه لار غوره کړي او د خپل پرمختګ موخه عملي کړي. د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د پلې کېدو له ۳۷ کلونو راهيسې، د چين د اقتصاد کلنی زياتوالی نږدې لس سلنې ته رسېدلی او په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد ګرځېدلی دی. په چين کې څه باندې شپږ سوه مليونه کسان له بېوزلۍ څخه وتلي او د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د هر تن پر سر له اوو زرو ډالرو څخه اوښتی دی. چين په لسګونو کلونو کې د پرمختللو هېوادونو د څو سوه کلن پرمختګ بهير پوره کړی دی، له دې څخه ښکاري چې چينايان پر سمې لارې روان دي. ))

په نوې زمانه کې چين يوه پېړۍ له مشکيلاتو سره مخ و. شي جين پينګ په خپله وينا کې په ځانګړې توګه د چين د ديموکراتيک انقلاب لارښوونکي سون يات سن ياد کړ او هغه تاريخ يې بيان کړ چې چينايانو څنګه تر جګړو او ناارامۍ وروسته د نړۍ په پېژندلو پيل وکړ او د هېواد د ژغورلو په لار کې يې تر ډېرو ناکاميو وروسته د سوسياليزم لار غوره کړې ده. هغه وويل

((دا د تاريخ او خلکو انتخاب دی. د بريتانيا مشهور فيلسوفر بيرترانډ روسيل ويلي چې د خپلو کارونو په اړه يوازې چينايان ښه پوهېږي، نو د دوی لخوا لټول شوې لار د اوږدې مودې لپاره مناسبه لار ده. چين تل اصلاحاتو او نوښت ته پاملرنه کړې او کوي يې. د چين سوسياليزم په کتاب کې ټاکل شوي مقررات نه دي، بلکې دا يو ډول حياتي ځواک دی چې له واقعي حالاتو سره سم بدلېږي او پرمختګ کوي. موږ په ريښتينو کړنو سره په پر له پسې توګه د سوسياليزم نظرونه بشپړ او اصلاح کړي او په اخر کې مو د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم جوړ کړی دی. د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم دنده دا ده چې سوسياليستي بازاري اقتصاد، ديموکراتيک سياست، پرمختللی کلتور، هوسا ټولنه، ايکولوژيکي تمدن جوړوي، د انسانانو هراړخيز پرمختګ هڅوي، د ټولنې عدالت او برابري پرمخبيايي او ګام په ګام د ټولو خلکو ګډه شتمني جوړوي. په نړۍ کې د پرمختګ داسې لاره نشته چې د هر هېواد لپاره مناسبه وي، بلکې هر هېواد د خپلو هراړخيزو حالاتو ته په کتو د پرمختګ لاره جوړوي، نو د ابادۍ هغه لار چې په دوامداره توګه خلکو ته ګټې ورسوي، له حياتي ځواک څخه ډکه لار ده. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای