CRI Online

څوک به تايوان په خطرناکه لار رهبري کړي ؟

cri     (GMT+08:00) 2018-10-22 16:54:08

د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پنس د اکتوبر په پيل کې د چين په اړه يوه مقاله خپره کړې او پکې يې چين ته د تش په نامه هغه بدنامی ور کړی چې د امريکا په ټاکنو کې يې لاسوهنه کړې، د نړيوال نظام مراعات يې نه دی کړی او د تايوان تنګي ثبات ته يې ګواښ کړی دی.په وروستۍ يوه موده کې امريکايي پوځ هم د تايوان په اړه مسئلو کې مداخله کړې چې له امله به يې د چين او امريکا ترمنځ او د چين د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ اړيکو ته زيان ورسوي او حتی ښايي د بحران د رامنځته کېدو سبب شي.خو د دې ترڅنګ د تايوان سيمې مشرې چای اينګ ون د امريکا مداخلې ته مثبت غبرګون ښودلی چې په پايله کې يې تايوان خطرناک حالت ته داخل شوی دی.

لومړی، د امريکا له خوا د تايوان په قطو د لوبه کولو موخه دا ده چې د کورني تضاد پړه پر چين واچوي او د چين او امريکا ترمنځ نوی جنګي ډګر جوړ کړي.دوهم، امريکا د تايوان ساتونکې ښاپېرۍ نه ده. چاې اينګ ون د بهرنيو هېوادونو په اتکأ سره خپل قوت زيات کړی چې دا به د ځان وژنې لامل وي.د امريکا د حکومت هغه کړنې څرګندې دي چې له تايوان څخه ملاتړ او د چين له سترې برخې سره مخالفت کوي.ډونالډ ټرمپ سپينې ماڼۍ ته تر ننوتلو وروسته له چای اينګ ون سره تليفوني خبرې اترې وکړې او ور پسې يې د امريکا او تايوان ترمنځ د تګ راتګ سويې د لوړوالي او دوه اړخيزو اړيکو د ټينګښت په موخه له تايوان سره د تګ راتګ او د دفاعي صلاحيت په تړاو قوانين لاسليک کړل. په دې وروستيو ورځو کې هغه داسې ويلي چې تايوان د هند او ارام سمندر سيمې په اړه ستراتيژۍ کې شامل شوی دی. له دغو کړنو څخه ښکاري چې په وروستيو دوو کلونو کې د سپينې ماڼۍ او تای بۍ ترمنځ تګ راتګ ډېر شوی دی. امريکا تل تايوان د چين د سترې برخې د مخنيوي لپاره د شطرنج لوبې يوه برخه بولي ، خو د تايوان د خپلواکي غوښتونکي ډلې ور څخه ملاتړ کوي.د تايوان سيمې مشرې څاي اينګ ون د اکتوبر لسمې نيټې وينا د دې ډول ملاتړ يوه بېلګه ده.

رښتيا ده چې د تايوان په هکله د ډونالډ ټرمپ د حکومتي تګلارې موخه دا ده چې تايوان به د امريکا ستراتيژۍ ته مادي ګټې ورسوي او په سياسي چارو کې به ور سره همغږي وکړي.د تايوان سيمې په دننه کې بېلا بېلې خواوې د تايوان تنګي په حالت کې د امريکا لاسوهنې په هکله متضاده رويه غوره کوي او دغه راز د تايوان خپلواکه ډله غواړي ترې ګټې واخلي، خو د تايوان ټوله سيمه به له لازياتو بدلونونو سره مخ شي. دا چې تايوان له حده زيات د امريکا پر ساتنې تکيه کړې ، نو تايوان به د سپينې ماڼۍ د تګلارو وسيله وي.که ډونالډ ټرمپ دا نظر ولري چې له تايوان پرته د چين له سترې برخې سره د جوړجاړې تړون لاسليک کړي، نو دی به د تايوان ګټې له پامه وغورځوي. شنونکي په دې باور دي چې د تايوان د خپلواک غوښتوونکي د دې هېواد په خطرناکه لار د رهبري کېدو لامل دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای