د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين، ماليزيا او تايلند ترمنځ د ۲۰۱۸ کال د سولې او دوستۍ په نامه ګډ پوځي تمرينونه د اکتوبر په شلمه نېټه په ماليزيا کې پيل شول. د سولې لپاره د ګډو او اجباري عملياتو تر عنوان لاندې به لومړی د درستيز رياست تمرين تر سره شي او ورپسې به عملي تمرين تر سره شي.
د برخوالو درېيو هېوادونو د پوځونو لارښوونکي د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، چې د جنوبي سمندري سيمې د سولې او ثبات ساتنه د چين، ماليزيا او تايلند ګډه هيله ده، د دريو خواوو ترمنځ د همکارۍ او تګ راتګ پياوړتيا او د امنيتي خطرونو د له منځه وړلو توان لوړوالی د روانو ګډو تمرينونو موخه ده.
د چين، ماليزيا او تايلند ترمنځ د ۲۰۱۸ کال د سولې او دوستۍ په نامه ګډ تمرينونه به تر نهه ويشتمې نېټې پورې دوام ولري چې د درېيو هېوادونو د پوځونو ۱۲۲۵ سرتيريو، ۴ جنګي بېړيو، ۳ لويو باروړونکو الوتکو او ۳ چورلکو پکې ګډون کړی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |