د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۲۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا ادعا رد کړه چې ګواکې ايران غواړي د امريکا د پارلمان په منځنيو مهالي عمومي ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د ايران د مهمو ديپلوماتيکو اصولو څخه يو دا دی چې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي. د امريکا ياد تور بې اساسه دی. پر نورو هېوادونو د امريکا دغسې تور يوازې په سياسي هدف دی.
امريکا د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه په څرګند ډول ادعا وکړه چې د ايران په شمول يو شمېر بهرني هېوادونه غواړي چې د امريکا د پارلمان په منځنيو مهالي عمومي ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
د امريکا د پارلمان منځنۍ مهالي عمومي ټاکنې به د نوامبر په ۶مه نېټه تر سره شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |