د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اکتوبر په ۲۲مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، د منځني واټن لرونکو توغنديو د له منځه وړلو تړون د نړۍ د ستراتيژيکې برابرۍ او ثبات د ساتلو لپاره مهم ارزښت لري، په يو اړخيزه توګه له دې تړون څخه وتل به په زياتو برخو کې منفي اغېزې رامنځته کړي. چين هيله لري چې اړوند هېواد د خبرو اترو له لارې د تړون اړوندې مسئلې حل کړي او بايد له جدي فکر وروسته مناسب ګام پورته کړي.
د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر وويل، چې روسيې له تېرو زياتو کلونو راهيسې د منځني واټن لرونکو توغنديو له تړون څخه سرغړونه کړې، نو امريکا به له دې تړون څخه ووځي او د دغو وسلو توليدولو ته به اړ وي. په دې هکله هوا چونګ ينګ وويل، نوموړي تړون د سړې جګړې په موده کې د وسلو د کنترول او کمولو په برخه کې د امريکا او پخواني شوروي اتحاد له خوا مهم لاسليک شوي تړون دی او د نړيوالو اړيکو د ارامولو، د اټومي وسلو د مخنيوي بهير د پرمختګ، د نړيوالې ستراتيژيکې برابرۍ او ثبات د ساتنې په برخو کې يې مهم رول لوبولی او لوبوي يې. چين هيله لري چې اړوند هېواد د خبرو اترو او سلامشورو له لارې په جدي او مناسب ډول اړوندې مسئلې حل کړي او له تړون څخه د وتلو په هکله له جدي فکر وروسته مناسب قدم پورته کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |