CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت له امريکا وغوښتل چې د چين پر ضد بې اساسه تورونه بند کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-22 18:11:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اکتوبر په ۲۲مه نېټه په خپله نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، د چين پر ضد د امريکا تورونه، چې ګواکې چين غواړي د امريکا د پارلمان په منځنيو مهالي عمومي ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، بې اساسه دي او چين ورسره کلک مخالف کوي. موږ له امريکا څخه غوښتنه کوو چې ياد تورونه بند کړي او داسې لار خپله کړي چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې سالم او ثابت پرمختګ ومومي.

د خبر له مخې، د امريکا د دولتي استخباراتو دفتر، د عدلي وزارت، د فيډرالي څېړنې ادارې، د ملي امنيت وزارت مخکې په يوه اعلاميه کې وويل، د روسيې، چين او ايران په شمول بهرني قدرتونه غواړي چې په راتلونکې مياشت کې د پارلمان په منځنيو مهالي عمومي ټاکنو کې لاسوهنه وکړي. په عين وخت کې پنګبو اژانس خبر ورکړ، د امريکا د انټرنيټي امنيت يو شمېر شرکتونو استخباراتي تحليل کوونکو وويل چې د امريکا د ياد تور په اړه شاهد نه شته. په دې اړه هوا چون ينګ وويل، په دې وروستيو وختونو کې چين څو څو ځله خپل دريځ څرګند کړی او له امريکا څخه وغوښتي چې بې اساسه تورونه دې بند کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای