د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د دولتي شورا د نوبتي غونډې مشري وکړه او پکې يې ترتيبات بيان کړل چې د سوداګريز چاپيريال د ښه والي د تګلارو عملي کېدل به پياوړي شي، د سهامي او مالي چارو په برخه کې به له ملکي تصديو څخه ملاتړکوونکي وسيلې جوړې شي او د انټرنيټ او نظارت دولتي سيستم به اباد شي.
په دې غونډه کې څو ټکي بيان شوي چې لومړی، په بازارونو کې د ټولنيزو پانګو د داخلېدو محدودونه بايد لا کم شي. دوهم، د حکومت د اجازو ورکولو چارې بايد کمې شي. درېيم، د تصديو د پانګونو په اړه اداري تشريفات بايد اسانه شي. څلورم، پر تصديو بايد د مالياتو او لګښتونو بارونه سپک شي.
په دې غونډه کې دغه راز ويل شوي چې ملکي تصدۍ د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په ابادۍ کې مهم ګډون کوونکی او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ مهم قوت دی. د ملکي تصديو د ثابت او سالم پرمختګ لپاره به نورې زياتې ګټورې تګلارې صادرې شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |