CRI Online

رئيس شي جين پينګ تر شپږو کلونو وروسته يوځل بيا له ګوانګ دونګ ولايت څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-23 16:12:02

د ۲۲مې نيټې په ماسپښين د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي،د دولت رئيس او د چين د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ګوانګ دونګ ولايت د جو های ښار ته ورسيد او تر شپږو کلونو وروسته يې يو ځل بيا له دې ولايت څخه ليدنه وکړه.په همدې ورځ هغه لومړی د دې ښار د هنګ چين نوې ناحيې د ګوانګ دونګ ولايت او مکاو ترمنځ د همکارۍ په تړاو د چيني طبي تخنيکونو صنعتي سيمې ته ورغی او بيا يې د ګه لي په نوم د بريښنايي ماشينونو له محدود شرکت څخه ليدنه وکړه.

د چين د کمونېست ګوند تر اتلسم ملي کانګرس وروسته رئيس شي جين پينګ له ځايي سيمو څخه په لومړۍ ليدنه کې د ګوانګ دونګ ولايت غوره کړ او ويې ويل چې ځکه ګوانګ دونګ ته راغلی يم، لامل يې دا دی چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره تر نورو سيمو نه مخکې پکې پلې شوې وه . مونږ په دې ځای کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تاريخي بهير د يادونې له لارې دغه بهير ته ادامه ور کوو.

تر شپږو کلونو وروسته رئيس شي جين پينګ يو ځل بيا له ګوانګ دونګ ولايت څخه ليدنه وکړه او تر هر څه لومړی يې د جو های ښار د هنګ چين نوې ناحيې د عصري تخنيکونو سيمې ته ورغی چې د دې ښار به جنوب کې پرته ده او هانکانګ او مکاو ته نژدې ده.د ۲۰۰۹ کال د اګست په څوارلسمه نېټه د چين دولتي شورا په رسمي توګه د هنګ چين عمومي پرمختيايي پلان منظور کړ او د جو های ښار په ځانګړې اقتصادي سيمه کې يې د هنګ چين ټاپو ورزيات کړ تر څو دغه ټاپو په يو هېواد کې د دوو نظامونو په رڼا کې د ګوانګ دونګ ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د نوي همکاريز موډل نمونه وګرځي.دا څلورم ځل دی چې رئيس شي جين پينګ هنګ چين ته سفر وکړ. هغه له يادې صنعتي سيمې څخه ليدنه وکړه چې د ګوانګ دونګ ولايت او مکاو ترمنځ د همکاريز چوکاټي تړون په اړه لومړی پلې شوې پروژه ده او د مکاو د څو اړخيز اقتصادي پرمختګ او د ګوانګ دونګ ولايت او مکاو ترمنځ د چيني طبي چارو د پرمختګ د پرمخبيولو لپاره يو مهم ډګر هم دی. هغه لومړی کارګاه او لابراتوار ته ننوتلی او د دې ناحيې د پلانيزې ابادۍ او د صنعتي سيمې د ادارې په باب يې معلومات تر لاسه کړل.هغه وويل(اواز.........) زه د هنګ چين د هر پړاو پرمختګ ته پاملرنه کوم.په تېرو لسو کلونو کې دغې نوې ناحيې ګام په ګام پرمختګ کړې او پکې ډېر نوي بدلونونه هم راغلي دي. موږ بايد خپله اصلي موخه په ياد وساتو او په دې ځای کې دې د نوي پرمختيايي خوځنده ځواک د ډکولو او د مکاو اقتصاد د څو اړخيز پرمختګ د پرمخبيولو لپاره هلې ځلې وکړو.

له دې نوې ناحيې څخه تر ليدنې وروسته رئيس شي جين پينګ د ګه لي د برېښنايي ماشينونو محدود شرکت ته ورغی چې په ۱۹۸۹ کال کې جوړ شوی او توليدات يې ايرکنډيشنونه، مصنوعي ځيرک تجهيزات او د ژوند په اړه برېښنايي ماشينونه دي چې تر اوسه څه باندې يو سل او شپېته هېوادونو او سيمو ته د پلورلو لپاره وړاندې شوي دي.تېر کال د دې شرکت عايدات له ۱۵۰ مليارډو يوانو څخه اوښتي او ګټې يې څه باندې ۲۲ مليارډه او ۴۰۰ مليونه يوانه وې چې د دې شرکت په تاريخ کې يې نوی ريکارډ جوړ کړی دی.

شي جين پينګ په وار سره د دې شرکت د توليداتو د ښودلو د کوټې، د موډلونو له کارګاه او لابوراتوار څخه هم ليدنه وکړه. تر دې وروسته هغه پردې ټينګار وکړ چې چيني تصدۍ بايد د نوښت په برخه کې خپل توان ولري او د نوښت لپاره ډېرې هڅې وکړي تر څو خپل ابتکاري توان او قوت يې پياوړی شي.هغه وويل(اواز.........) که چين غواړي چې له يو لوی هېواد څخه پر يوه غښتلی هېواد ځان بدل کړي، رښتينی اقتصادي پرمختګ ور ته ډېر مهم ګڼل کيږي. په هر وخت کې مونږ نه شو کولی چې رښتينی اقتصاد پرېږدو.توليدات جوړونکې چارې د رښتيني اقتصاد يوه مهمه برخه ده چې کليدي برخه يي نوښت دی په بله ژبه که چين کليدي تخنيکونه خپل کړي، بايد پر خپلو هڅو او زيار ايستلو تکيه وکړي ، نو هيله لرم چې ټولې تصدۍ دې لوري ته پاملرنه زياته او ډېرې هلې ځلې وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای