CRI Online

د هانکانګ، جو های او مکاو ترمنځ لوی پول د چين د نوښت برياليتوب دی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-23 21:10:14

يو پول درې ځايونه سره نښلولي،د سمندر دپاسه اوږده هواره لار جوړه شوې.

د اکتوبر په ۲۳مه نېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په جو های ښار کې د هانکانګ، جو های او مکاو ترمنځ د لوی پول د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ او دغه پول يې په رسمي ډول پرانيست. دغه راز نوموړی لوی پول چې پر طرحې، ډيزاين او جوړولو يې ۱۵ کاله وخت لګېدلی او اوږدوالی يې ۵۵ کيلومتره دی، په رسمي توګه ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د هانکانګ، جو های او مکاو ترمنځ لوی پول د يو هېواد او دوو نظامونو تر چوکاټ لاندې د نوموړيو درېيو ځايونو ترمنځ د سمندري ټرافيک لومړنۍ همکاريزه پروژه ده چې اوږدوالی يې په نړۍ کې تر ټولو پولونو زيات دی او د تکنالوژۍ کچه يې په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده، او د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د لوی خليج سيمې ډېره مهمه ټرافيکي لاره ده. د پول له پرانيستنې وروسته له هانکانګ څخه جو های او مکاو ته د سفر وخت له دريو ساعتو څخه شاو خوا پنځه څلوېښتو دقيقو ته کم شوی دی، دا به د نوموړي خليج سيمې پرمختګ چټک کړي. لکه څنګه چې د دې پول عمومي ډيزاينر منګ فن چاو ويلي چې د دې پله له امله د لوی خليج سيمې ټولنيز جوړښت، اقتصادي شکل او ټرانسپورتي حالت به په پوره توګه بدل شي، د ځايي خلکو د ژوند لار به پيدا شي او د لسګونو زرو مليارډو يوانو په ارزښت اقتصادي ګټې به راورسوي.

د نوښت په رڼا کې به ښکلی ژوند وځليږي. د نوموړي پله په ابادۍ کې ډېر نوي مواد، نوي مهارتونه او نوي تجهيزات او نوۍ تکنالوژي کارول شوي چې د اړوندو انحصاري حقوقو شمېر له ۴۰۰ نه زيات دی او په زياتو برخو کې ساری نه لري. د دغه پول د ادارې عمومي منيجر سو چون که وويل، چې دغه پول د علمي تکنالوژۍ او نوښت پول دی. د نړيوالې کچې د ننګونو له حل څخه د نوښت او علمي تکنالوژۍ ملاتړ دی.

د هانکانګ، جو های او مکاو پول د چين د نوښت يوه نوې بېلګه ده. له لرغونې زمانې څخه تر اوسه پورې د نوښت روحيه تل د چيني ملت څرګند غوره والی او د چين د دواملرونکي پرمختګ ځواکمن خوځنده قوت دی. چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له ۴۰ کلونو راهيسې په تيره بيا له تېرو ۵ کلونو راهيسې د ښکلي ژوند په اړه د خلکو د هيلو پوره کول د تکنالوژيکي نوښت د هدف په توګه ټاکلي او د نوښت په برخه کې يې د هېواد ځانګړتيا لرونکې لار يې پيدا کړې ده. په ۲۰۱۷ کال کې په چين کې د اقتصادي پرمختګ لپاره د تکنالوژۍ خدمتي انډول ۵۷.۵٪ ته رسيدلی، دا رقم هغه موخې ته نژدې دی چې دغه انډول به په ۲۰۲۰ کال کې ۶۰٪ ته روسيږي.د اختراعاتو د انحصاري حقونو غوښتنليکونو شمېر ۱ مليون ۳۸۲ زره و چې دا شمېر په مسلسلو ۷ کلونو کې په نړۍ کې لومړی مقام نيولی. چين په لومړي ځل د پوهې د ملکيت حق نړيوال سازمان له خوا خپره شوې د ۲۰۱۸ کال د نړۍ د نوښت په درجه بندۍ کې مخکښو شلو مقامونو ته داخلی شوی. د نړيوال اقتصادي فورم بنسټګر او اجرائيوي مشر کلاوس سچواب وويل، چې چين د نوښت په بڼه د ټولنې د ابادۍ په مدار کې ګامونه پورته کړي دي.

يوازې د نوموړي پول له پرانيستنې نه يوه ورځ مخکې، رئيس شي جين پينګ د جو های ښار د هنګ چين له نوې ناحيې څخه د ليدنې په وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې توليدي صنعت د اساسي اقتصاد يوه مهمه برخه ده، د توليدي صنعت کلي نوښت دی يعنې د مهمې او کليدي تکنالوژۍ خپلول دي چې دا پر خپلو کوښښونو او نوښت تکيه کوي.

خلکو دې ته پاملرنه کړې چې د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د لوی خليج سيمې د ابادۍ يوه موخه دا ده چې دغه سيمه د نړۍ د علمي او تکنالوژيکي نوښت مرکز شي. باور لرو چې د هانکانګ، جو های او مکاو ترمنځ د پله له پرانيستنې وروسته به په دې سيمه کې د نوښت نور زيات برياليتوبونه تر لاسه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای