CRI Online

چين به د اصلاحاتو په روحيې سره نوي لوی عجايب جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-26 21:39:16

په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له څلوېښتو کلونو راهيسې ددغه هېواد اقتصادي حجم د نړۍ د اقتصادي حجم په درجه بندۍ کې له لسم وروسته مقام څخه دويم مقام ته پورته شوی او د توليدي چارو کچه يې لومړی ځای ته پورته شوې ده، دغه راز يې ۷۰۰ مليونه کسان له بېوزلۍ څخه وتلي دي. ډېرو لوېديځو کارپوهانو د چين دغه پرمختګ او بدلونونه" د چين عجايب " بللي دي. آيا چين د پيچلي نړيوال چاپيريال او د خپلې ودې او اصلاحاتو د ننګونو پر وړاندې نوي عجايب رامنځته کړي؟ د چين ددولت رييس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې له ګوانګ دونګ ولايت څخه د ليدنې پر مهال دې پوښتنې ته داسې غوڅ ځواب ورکړی چې د چين اصلاحات او ورخلاصون به ونه درېږي، چين به نړيوالو ته هرومرو لوی عجايب وښيي.

له شن جن ښار څخه ليدنه ګوانګ دونګ ولايت ته د رئيس شي جين پينګ د ياسفر يو مهم هدف و. شي جين پينګ په دغه ښار کې د ګوانګ دونګ ولايت د اصلاحاتو او ورخلاصون له تجربه کوونکو سره د دغه ولايت د اصلاحاتو او ورخلاصون پر تاريخ د غږېدو پر مهال وغوښتل چې د اصلاحاتو او ورخلاصون اصلي موخه هير نه کړي، په غور سره دې خپلې بريالۍ تجربې راټولې کړي څو د اصلاحاتو او ورخلاصون کيفيت او کچه لا لوړه شي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې ګوانګ دونګ ولايت بايد په زړه ورتيا او فعالې روحيې سره کار وکړي او له خپل غوره والي څخه په ښې استفادې سره دې لا زياتې تجربې راټولې کړي ترڅو د اصلاحاتو او ورخلاصون کچه نوره هم لوړه کړي.

چينايانو د څلوېښت کلن اصلاحاتو او ورخلاصون په پروسه کې دا روحيه په ډاګه کړې چې له ستونزو څخه نه ډارېږي او په فعاله توګه هڅه کوي. اوسمهال په نړيواله اقتصادي وده کې کمزورتيا ښکاري، د نړيوال کېدو بهير د مخنيوي قوت ډېر شوی او د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز اصطکاک هم روان دی، ايا د چين اقتصاد له دغو ننګونو سره د مقابلې وړتيا لري او ايا اصلاحات او ورخلاصون يې دوام لرلی شي؟ دا هغه موضوعات دي چې اوس مهال د نړيوالې ټولنې د ډېرې پاملرنې وړ ګرځېدلي. د چين د شمېرنې ملي ادارې يوه تازه سروې ښيي، د روان کال په درېيمه ربعه کې د چين اقتصادي وده شپږ عشاريه پنځه سلتې ته راټيټه شوې او د چين د پرمختګ پر وړاندې ننګونې مخ په زياتېدو دي، خو د دغه ستونزمن وضعيت په مقابل کې لاهم د چين پرمختګ ډېر پياوړی او ژوندی ښکاري.

يوه چيني اصطلاح وايي چې انسان له څلويښت کلنۍ وروسته پخېږي . له څلوېښتو کلونو راهيسې له ډول ډول ستونزو سره سره د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون لار هواره شوې، پرمختيايي لار يې لا روښانه شوې او د پرمختګ ګامونه يې نور هم ټينګ شوي دي. په تېرو څو کلونو کې د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره د چين د خدمت انډول له ۳۰٪ څخه اوښتی او د نړۍ د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره يې د خدمت انډول تر ۷۰٪ زيات شوی دی چې په دې سره د نړيوالې اقتصادي ودې د ثبات ساتلو او نړيوال اداري سيستم مهم ځواک ګرځېدلی دی. د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په ژورتيا سره به دغه هېواد چې زړه وره او فعاله روحيه لري، نور عجايب رامنځ ته کړي چې نه يوازې به چينايانو ته زياتې ښېګڼې ورسوي، بلکې د نړۍ لپاره به زيات خدمتونه ترسره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای