CRI Online

د چين نوښت له شخصي تصديو څخه نه جلا کېدوونکی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-30 19:29:43

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې له ګوانګ دونګ څخه د ليدنې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې شخصي تصديو د چين په اقتصادي پرمختګ کې ستر خدمتونه کړي او کوي يې او ښه راتلونکی لري. د چين نوښت، توليد او د چارو جوړونه له منځنيو او کوچنيو تصديو څخه نه جلا کېدوونکي دي، د چين کمونېست ګوند د بېلا بېلو کچو کميټې او حکومت بايد د پاليسۍ، پولي چارو او سوداګريز چاپيريال په برخو کې د ملکي تصديو او منځنيو او کوچنيو شخصي تصديو لپاره نورې زياتې زمينې برابرې کړي.

دا په يوه مياشت کې درېيم ځل وی چې رئيس شي جين پينګ د چين شخصي اقتصاد او منځنۍ او کوچنۍ تصدۍ هڅوې. شي جين پينګ نوښت ته ډېره پاملرنه کوي، له دې څخه ښکاري چې نوښت د چين په راتلونکي پرمختګ کې مهم رول لوبوي، او نوموړی شخصي تصديو ته لوړه توقع لري.

نوښت نه يوازې د يو هېواد او ملت د پرمختګ روحيه ده بلکې د يوې تصدۍ د ودې خوځنده ځواک هم دی. له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې يوې ډلې ملکي تصديو د تکنالوژۍ د لوړوالي، د توليداتو د نوښت او د نويو سوداګريزو لارو د پيدا کولو له لارې صنعتي او ټولنيز اصلاحات پرمخ بيولي دي. د بېلګې په توګه، د شياو مي تکنالوژيکي تصدۍ د پانګونې له لارې ۲۱۰ شرکتونو ته پرمختګ ورکړی، په انلاين سوداګريز بازار کې د تاو باو او جينګ دونګ په شمول د ځينو تصديو د معاملو ارزښت ۲۴ زره مليارډو يوانو ته رسيدلی دی.

په چين کې له نيمې برخې نه زيات ماليات،د کورنيو توليداتو د ارزښت له ۶۰ سلنې نه زياته برخه، د تکنالوژيک نوښت له ۷۰ سلنې نه زياته برخه او په ښارونو او علاقداريو کې له ۸۰ سلنې نه زياتې کاري دندې د شخصي تصديو له خوا برابرې شوې دي.

د ګوانګ جو له شخصي تصديو څخه د ليدنې په وخت کې د شي جين پينګ لخوا وړاندې شوې هيله د چيني شخصي تصديو لپاره نه يوازې سياسي باور او د تګلارو ملاتړ دی، بلکې د راتلونکي پرمختګ او نوښت نوی خوځنده ځواک هم دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای